د لاسرسي ځای

تازه خبر

'وفاقي حکومت مو پر اقتصادي راهدارۍ بیا بیا تېرباسي'


وفاقي حکومت وایي د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژه کې د ملاکنډ په ګډون په ټوله خیبر پښتونخوا کې پرمختیايي منصوبې روانې دي او څوک چې پرې نیوکې او اعتراض کوي هغوی له دې لارې یواځې سیاسي ګټې پورته کول غواړي.

بل پلو د خېبرپښتونخوا حکومت او د عوامي نېشنل ګوند دریځ لري چې د دوی صوبه یې په منصوبه کې د سره شامله نه ده.

د وزیر اعظم نوازشریف د سلاکار امیرمقام وینا ده چې چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبه کې د ملاکنډ په ګډون په ټوله صوبه کې ترقیاتي منصوبې پیل شوي او مخالف ګوندونه یواځې د خپلو سیاسي ګټو ترلاسه کولو لپاره دا منصوبه لانجمنوي.

نوموړي د ګل/دوشنبې ورځ مشال راډیو ته وویل چې وفاقي حکومت په چین-پاکستان اقتصادي پروژه کې ټولو صوبو ته برخه ورکوي او په دې لړ کې وزیر اعظم نوازشریف په سوات کې د سړک پرانستنه هم کړې او د دې ترڅنګد ځینو نورو منصوبو لپاره ټېنډرې هم شوې دي:

''سي پېک CPECمنصوبه د ټول پاکستان لپاره ده اوس که لس زره مېګا واټه بجلۍ پیدا کېږي او که برېښناکوټ (پاور هاوس) هرچېرته لګېدلی وي خو بجلي به ټوله د پاکستان نېشنل ګريډ ته ځې او فایده نقصان به يې ټولو ته وي او داسې نه ده چې له هغې خيبر پښتونخوا بهر ده او چې کوم له بیشام سره په قراقرم هاي وې باندې جنرل روټ راځي چې لانجمن هم نه دی، تر حوېلیا پورې هغه یو روټ دی نو مطلب دا دی چې یو سړک بیشام ته ورسي او بیا له کوهستانه تر شانګلې پورې ولاړ شي او له هغه ځایه هم وزیر اعظم د اېکسپرېس وې منظوري ورکړې ده. تر سوات او چکدرې پور‎ې او بیا له چکدرې دې پلو موټروې جوړېږي او دا رنګ به بیا دا له دې بلې موټر وې سره وتړل شي او د دې ټېنډرې هم جاري شوي دي او دغه د پي ایس ډي پي برخه هم ده او د دې غټ مقصد هم دا دی چې دا لار لنډه هم ده.''

له لومړیو ورځو د خیبر پښتونخوا حکومت او عوامي نېشنل ګوند په دې منصوبه اندېښنې لري او وايي چې په غربي لار پکې له لویه سره نه ده شامله او د خيبر پښتونخوا حکومت او له ولس سره یې وفاقي حکومت دوکه کوي.

مشال راډیو چې د خیبر پښتونخوا د حکومتي ډلې پاکستان تحریک انصاف د صوبايي اسمبلۍ له غړي عبیدالله مایاره وپوښتل نو د هغه وینا وه.

''په دې منصوبه خو دا وخت زموږ صوبايي حکومت عدالت ته تللی دی او د یو سړک په تېرېدو به دا مسله هواره نه شي پکار ده چې دې کومې کومې منصوبې دي چې په هغه ټولو کې خیبر پښتونخوا ته برخه ورکړي.''

د عوامي نېشنل ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړي او صوبايي جنرل سیکرېټري سردارحسېن بابک په دې اړه مشال راډیو ته وویل:

''دا مغربي روټ خو دوی له سره په سي پېک کې شامل کړی نه دی. دا خو دوی د پي ایس ډي پي چې کوم سکیم دی او بهر ملکي چې کومې مالیاتي ادارې دي د هغوی په قرضو باندې دوی وړې وړې منصوبې شورو کړې دي نو دوی اوس د دې صوبې د دوکه کولو لپاره دا په دې کې شامللول غواړي نو هغوی ته دوی د سي پېک نوم ورکوي. نو زه فکر کوم چې دا د صوبې د خلکو په سترګو کې خاورې اچول دي او خلک د وزارتونو او رتبو لپاره څه څه نه کوي؟ تاسو ګورئ چې امیر مقام په هر حکومت کې شامل وي، تر دې وړاندې د مشرف ملګری و او بله دا چې پنجاب امیر مقام د خپلو مفاداتو لپاره په خیبر پښتونخوا کې ساتلی دی او هغه ټول عمر پر دې خاوره د پنجاب وکالت کړی دی.''

یاده دې وي د ۴۶ اربه ډالرو په ارزښت د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبه د چین حکومت لخوا په پاکستان کې شورو شوې او د دې لومړۍ د ۱۰۰ ټرکونو یو کاروان د سږ کال په یودېرشم اکتوبر پاکستان ته رسېدلی وو.

XS
SM
MD
LG