د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکمنستان او افغانستان د رېل پټلۍ پرانیستله


ترکمنستان—. په یمامنظر ګمرګ کنټرول مرکز کې له افغانستان سره د رېل پټلۍ غځولو په مراسمو کې د ولس ګډون. ۲۸م نومبر ۲۰۱۶
ترکمنستان—. په یمامنظر ګمرګ کنټرول مرکز کې له افغانستان سره د رېل پټلۍ غځولو په مراسمو کې د ولس ګډون. ۲۸م نومبر ۲۰۱۶

د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو د ترکمنستان له اته مراده د افغانستان تر اقينې بندره د رېل پټلۍ پرانیستله.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه مې راغلي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف د دوشنبې ورځ د اقینې لومړۍ برخې پرانیستو مراسمو چې په ترکمنستان هېواد کې ترسره شول، ګډون وکړ.

د دواړو هېوادونو ولسمشران نن د دوشبنبې غرمه په اورګاډي کې اقینې بندر ته ولاړ او په افغانستان کې یې هم د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ترکمنستان-اقینې بندر پرانیسته وکړه.

له ترکمنستانه و افغانستان ته غځېدونکې اقینه رېل پټلۍ
له ترکمنستانه و افغانستان ته غځېدونکې اقینه رېل پټلۍ

په اقینه بندر کې د پرانیستې مراسمو ترسره کولو لپاره د دواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکیو او سلګونه داخلي او بهرنیو مېلمنو ګډون وکړ.

د پژواک د یو راپور له مخې، د رېل دغه پټلۍ د ترکمنستان له ((امام نظر)) سيمې پيلېږي او په لومړي پړاو کې به يې ٣،٥ کيلومتره برخه په افغانستان کې تېره شي.

ټاکل شوې چې په نورو پړاوونو کې ٨٥ کيلومتره له دې لارې په ترکمنستان او له ٣٠٠ کيلومترو زياته يې د افغانستان په شمالي ولايتونو کې جوړه شي.

د افغانستان فوايد عامې وزارت د معلوماتو له مخې، د دغې رېل پټلۍ جوړولو چارې د ترکمنستان له لوري تر سره کېږي او ټاکل شوې چې په راتلونکې کې د فارياب ولايت تر اندخوى ښار پورې وغځېږي.

د ياد شوي وزارت چارواکو ويلي چې د دغې پټلۍ د جوړولو او رغولو چارې په اټکليز ډول شاوخوا ٣٥٠ميليونه ډالر لګښت غواړي چې د اسيا پراختيايي بانک له لوري ورکول کېږي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پرانېستو مهال وويل چې دغه رېل پټلۍ به د دواړو هېوادونو ترمنځ د پرمختګ، سولې او سوکالۍ په برخه کې ستر ګام وي.

هغه زياته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ له پخوا ښې اړيکې موجودې وې او د دغې رېل پټلۍ په پيل سره به لا ټينګې شي.

نوموړي ترکمنستان د افغانستان يو نېک ګاونډى ياد کړ او ويې ويل چې تل يې له افغانستان سره ښې همکارۍ کړې دي.

د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف هم په دې مراسمو کې وويل چې د يادې کرښې پرانېسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د ودې لار خلاصه کړي.

هغه زياته کړه چې نوې رېل پټلۍ به د سيمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ اسانتياوې رامنځته کړي.

د افغانستان د عامه ګټو وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د ترکمنستان د رېل پټلۍ له پراخېدو سره دا درېيمه رېل پټلۍ ده چې په افغانستان کې غځول کېږي.

اوسمهال د افغانستان رېل پټلۍ په لوېديځ کې له ايران او په شمال کې له ازبکستان سره نښلول شوې ده.

لندن میشت د اقتصادي چارو کارپوه وحيد نوشېر له ازادي راډيو سره د اقينې بندر د رېل پټلۍ پر ارزښت وويل چې دا پټلۍ د پنځو هېوادونو تر منځ د لاجوردو لارې د موافقې برخه ده چې له مخې به‌ يې افغانستان د ترکمنستان، اذربايجان، جارجیا او ترکيې له لارې اروپا ته لار ومومي.

XS
SM
MD
LG