د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو اصلاحاتو موضوع ولې ورځ تر بلې لانجمنه کیږي؟


د ارشیف انځور: د فاټا مشران د مشال په ګردي مېز کې
د ارشیف انځور: د فاټا مشران د مشال په ګردي مېز کې

پراګ ـ په دې ورستیو کې د قبایلي سیمو اصلاحاتو په اړه په پارلیمان کې بحث وشو ، د قبایلي سیمو ځېنې مشران هیله لرې چې ډیر ژر به په دې برخه کې کوم پرمختګ مخې ته راشي. خو بیا ځېنې ډلې د قبایلي سیمو له خیبر پښتونخوا سره د شاملولو پرځای د ټولپوښتنې یا د یوه ازاد کونسل جوړولو غوښتنه کوي.

د فاټا سياسي ګوندونو اتحاديي د هغو سیمو اییني او انتظامي اصلاحاتو نه عملي کېدو پر ضد د دسمبر پر ۱۵مه په اسلام اباد او يا پېښور کې د احتجاجي لاريون اعلان هم کړی دی.

د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ غړي
د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ غړي

دا چې د قبایلي سیمو اصلاحاتو موضوع ولې ورځ تر بلې لانجمنه کیږي؟

کارپوهه سعدیه سلیمان چې د قبایلي سیمو پر اصلاحاتو څېړنې هم کوي، وايي، په اصلاحاتي عمل کې تل مخالفت مخې ته راځي او د فاټا اصلاحاتو په اړه د ټاکل شوې پلان نه داسې څرګندیږي چې دا عمل به په پوره کېدو کې وخت واخلي.

« په ۲۰۱۵ م کال کې چې د فاټا اصلاحاتو په اړه کوم راپور مخې ته راغلی و، په هغې کې هم ویل شوې وو چې اصلاحات به ورو ورو کیږي. بل د اصلاحاتو په وړاندې چیلنجونه هم ډېر دي او کېدای شي چې ځنې خلک لکه ملکان، پولیټکل ایجنټان او ځنې سیاسي ګوندونه، د فاټا اصلاحاتو په اړه له روان صورتحاله خوشاله هم وي. »

کارپوه محسن داوړ وايي، د پاکستان موجوده حکومت د قبایلي سیمو اصلاحاتو په برخه کې سنجیده نه ښکاري. دی زیاتوي، حکومت د خلکو تېرباسلو لپاره اصلاحاتي کمیټي جوړه کړه خو اوس خپلې فیصلې د قبایلو اصلاحاتو پر مخالفت کوونکو نشې منلای.

کارپوه محسن داوړ
کارپوه محسن داوړ

«که چیرته موجوده حکومت د فاټا اصلاحاتو په اړه په اخلاص سره کار کولای نو په لومړي ځل په اسمبلۍ کې د بل وړاندې کیدو ورسته باید پر دی موضوع سم بحث شوی وای. ځنې ګوندونه لکه جمعیت العما اسلام ف ډله او پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اصلاحاتو مخالفت کوي نو که چیرته دا ګوندونه په خپله خوښه مخالفت کوي نو باید چې لومړی یې کړي وای او که چېرته د حکومت په اشاره دا کار کوي نو باید چې د اتحادیانو په توګه د حکومت خبره ومني هم. داسی خبرونه هم راځي چې ګورنر مهتاب عباسي او ځېنې نور کسان د اصلاحاتو عمل متنازعه کولو هڅه کوي. »

د نومبر په ۲۵مه ځنو قبایلي مشرانو په پېښور کې په خبري غونډې کې د قبایلي سیمو خیبر پښتونخوا سره د یوځای کولو مخالفت وکړ او ویې ویل چې باید هغو سیمو راتلونکې په اړه ټولپوښتنه وشي.

کارپوه او خبریال اسماعیل خان وايي، په پاکستان کې دا مهال د وزیراعظم پاناما اسنادو مسئله، د پوځ مشر بدلېدل او دغسي ځېنې نورې معاملې دي چې له وجې یې د قبایلي سیمو اصلاحاتو خبره ځنډول کېږي.

« وزیراعظم نوازشریف غواړي چې په فاټا اصلاحاتو ټول ګوندونه او خلک یوځای شي. که وزیراعظم نوازشریف د پاناما اسنادو غوندې مسئلو نه خلاص شي نو هیله ده چې د فاټا اصلاحاتو په اړه کوم پرمختګ مخي ته راشي.»

د نومبر په ۲۱مه د پاکستان وزیراعظم بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وویل، باید په ۲۰۱۸م کال کې کیدونکو عامو انتخاباتو کې قبایلي سیمو ته هم په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې څوکۍ ورکړل شي او که داسې ونشول نو د قبایلو اصلاحاتي عمل د نورو پینځه کلونو لپاره ځنډول کېدای شي.

XS
SM
MD
LG