د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فیدل کاسترو پر مړینه د نړیوالو مشرانو غبرګونونه


د کیوبا پخوانی ولسمشر فیدل کاسترو
د کیوبا پخوانی ولسمشر فیدل کاسترو

په کیوبا کې د پخواني ولسمشر او کمیونسټ غورځنګ مشر فیدل کاسترو د مړیني له کبله ویر دي. په دغه هیواد کې د فیدل کاسترو د مړیني په خفګان کې پر حکومتي ودانیو بیرغونه نیم کښو دي او مختلف پروګرامونه ځنډول شوې دي.

د نومبر په ۲۶مه د کیوبا اوسني ولسمشر راول کاسترو د خپل ۹۰ کلن ورور فیدل کاسترو د مړیني اعلان وکړ، د دې اعلان ورسته په کیوبا کې د نهو ورځو لپاره په سرکاري کچه ماتم دی. فیدل کاسترو ورستي مراسم به د دسبمر پر څلورمه په سینتیاګو کې کیږي.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ
د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د فیدل کاسترو د مړیني له خبر ورسته د نړی د مختلفو مشرانو بیانونه مخي ته راغلي دي. د امریکا منختب ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یو بیان کې ویلي، په داسي حال کې چې کیوبا تر امریت لاندی پاتې شوې یوه ټاپو وزمه هېواد دی او د ده په فکر نننۍ ورځ د هغه څه څرګندونه کوي چې د کیوبا خلک به له اوږدي مودې راهیسي د سختو حالاتو نه را وباسي او د هغه راتلونکې په لور به یې بوځي چې د کیوبا خلک یې مستحقه دي او نور هم په ازادی سره خپل ژوند تېر کړي.

تاریخ به د فیدل کاسترو پر کیوبا او نړۍ د مثبته اغیز شاهد وي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما

په عین حال کې د امریکا په میامي ښار کې له کیوبا جلاوطنه شوي په زرګونه کسان لارو کوڅو ته وتلې وو او د فیدل کاسترو د مړینې خوشالۍ یې لمانځلې.

بل پلو، د امریکا ولسمشر بارک اوباما په یوه بیان کې د فیدل کاسترو کورنۍ سره خپل خفګان شریک کړی او ویلي چې تاریخ به د فیدل کاسترو پر کیوبا او نړی د مثبته اغیز شاهد وي.

فیدل کاسترو د روسیې یو مخلصه او باوري ملګری و.
د روسیې ولسمشر ولادي میر پوتین

کریملین د نومبر په ۲۶مه یوه بیان کې ویلي، ولسمشر ولادمیر پوتین د فیدل کاسترو ستایني کولو سره ویلي چې هغه د یوه دور علامت و. ولسمشر پوتین دا هم ویلي چې فیدل کاسترو د روسیې یو مخلصه او باوري ملګری و.

د هند وزیراعظم نریندرا مودي
د هند وزیراعظم نریندرا مودي

د هند وزیراعظم نریندر مودي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، فیدل کاسترو د شلمې پیړی په تر ټولو مشهوره شخصیاتو کې یو و.

د جنوبي افریقا ولسمشر جیکب زوما د کیوبا پخواني ولسمشر فیدل کاسترو مننه کړې چې د نسلي توپير پالونکو کسانو د لرې کولو په برخه کې یې د دوی ملاتړ کړی و.

فیدل کاسترو د شلمې پیړی په تر ټولو مشهوره شخصیاتو کې یو و.
د هند وزیر اعظم نریندر مودي

فیدل کاسترو چې د کولمو ناروغي یې لرله، په ۲۰۰۸م کال کې په رسمي توګه خپل ورور ته د واک سپارلو وړاندې په ۲۰۰۶ م کال کې په عارضي توګه له دندی لرې شوی و.

فیدل کاسترو شاوخو ۴۷ کاله په کیوبا مشري کړی وه. نوموړي ورستیو کې په سرکاري میډیا کې خپلې مقالې لیکلې خو ډیر لږ په عام مظهر کې ښکارېدلو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG