د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سولې عالي شورا وايي د طالبانو ځینې مشران سولې ته لېواله دي


د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون
د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي پرګلبدین حکمتیار د تعزیراتو له لرې کیدو وروسته به د ملا رسول اخند او ملا منان نیازي په مشرۍ له طالبانو سره خبرې پیل کړي.

د دغه شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون د یکشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه او پر دغې ډلې د بندیزونو لرې کیدو نورې وسله والې ډلې هم د سولې خبرو ته لیواله کړي دي.

" د ملارسول په مشرۍ د طالبانو بېله شوې ډله مذاکري ته لیواله ده او د سولې عالي شورا هم تصمیم لري چې له حزب اسلامي د هوکړې د ټولو موادو له عملي کیدو وروسته له دغه ډلې سره چې د طالبانو یوه لویه برخه جوړوي خبرې پیل کړي."

د نوموړي په خبره د ملا رسول په مشرۍ له طالبانو بېلې شوې ډلې څوځلې د سولې خبرو ته لیوالتیا ښودلې ده.

خو د سولې عالي شورا مسولین بیا وايي چې د ملا هبت الله اخوند په مشرۍ د طالبانو ډله د سولې خبرو ته علاقمندي نه لري.

XS
SM
MD
LG