د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني هندوان په نوې قانون سازۍ خوشاله دي


په لاهور کې یوې هندوې د دیوالي څراغونه روښانه کړي دي
په لاهور کې یوې هندوې د دیوالي څراغونه روښانه کړي دي

په پاکستان کې د هندوانو تحفظ لپاره کارکونکې ادارې پاکستان هندو کونسل د سند اسمبلۍ د هغه قانون منظوري ورکولو هرکلی کړی چې پکې هغو کسانو ته به سزا ورکول کيږي، چې په زوره د هندوو نجونو مذهب بدلوي او په زوره یې واده ته مجبوروي.

د پاکستان هندو کونسل د کراچۍ عمومي سکتر جی تامل کيلاني پرون مشال راډيو ته وويل:

« پخوا به هېڅ هم نه کېدل، زموږ نجونې به وتښتولې شوې، په زور به ودېدې، اوس پکې حکومت اقدامات وکړل، موږ د حکومت دې قانون ته ډېر خوشاله یو. موږ ګڼو چې له دې سره به په سند کې هندوان تر څه بریده محفوظه شي. »

که څه هم د هندو اقليت مشران په دغه قانون خوشاله دي خو وايي په دې لاره کې دې بايد عملي ګامونه هم پورته کړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG