د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په زابل کې پوځي عملیات پیلېږي


د افغانستان د دفاع وزارت وايی، ډېر ژر به په زابل ولایت کې د وسله والو پر ضد پراخ عملیات پیل شي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل دا مهال د زابل په خاک افغان او دای چوپان ولسوالیو کې وسله وال ځای پر ځای شوي دي .

د رادمنش په وینا دا وسله وال د کډوالو په لیکو کې په زابل کې ځای پر ځای شوي او غواړي چې په دغو سیمو کې حکومت ضد فعالیتونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې د دولت وسله والو مخالفانو د ځپلو لپاره يې په یو شمیر ناامنو ولایتونو کې ژمني عملیات پیل کړي چې تر اوسه په کې لسګونه وسله وال وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG