د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم نواز شریف له ولسمشر اشرف غني سره لیده کاته کړي


افغان ولسمشر اشرف غني او پاکستانی وزیراعظم نواز شریف
افغان ولسمشر اشرف غني او پاکستانی وزیراعظم نواز شریف

وزیراعظم نواز شریف او ولسمشر اشرف غني دا لیده کاته په عشق اباد کې د ملګرو ملتونو د پایداره ټرانسپورټ نړیوال کانفرنس په څنډه کې کړي دي.

اسلام اباد: د پاکستان وزیراعظم نواز شریف او د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ترکمانستان په پلازمېنه عشق اباد یوه په یوه لیده کاته کړي دي.

وزیراعظم نواز شریف او ولسمشر اشرف غني دا لیده کاته په عشق اباد کې د ملګرو ملتونو د پایداره ټرانسپورټ نړیوال کانفرنس په څنډه کې کړي دي.

د پاکستان سرکاري راډیو په دې اړه په ورکړو مالوماتو کې لیکلي چې وزیراعظم نواز شریف او ولسمشر اشرف غني پر خپلو دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې پر حالاتو خبرې اترې کړې دي.

د پایداره ټرانسپورټ دوه ورځنی کانفرنس په شنبې پیل شو او په یکشنبې به پای ته ورسېږي. په دې دوو ورځو کې به د نړۍ د یو شمېر هیوادونو مشرانو ، لوړپوړي چارواکو او پوهان د اب و هوا بدلون په وړاندی د پایداره ټرانسپورټ پر رول خبرې کوي.

وزیراعظم نواز شریف او ولسمشر اشرف غني د ځانګړو پلاوو په ملتیا په دې کنفرانس کې د خپلو هیوادونو استازيتوب کوي.

دې مشرانو دا لیده کاته په داسې وخت کې کړي دي چې د سیاسي او سیمه ییزو چارو د کارپوهانو په وینا ، د افغانستان او پاکستان اړیکې په دې وروستیو کې ډېرې کړکېچنې شوې دي.

د افغانستان او پاکستان په خپل منځي اړیکو کې د کړکېچ لوی لامل دا ګڼل کېږي چې د افغان چارواک په وینا ، پاکستان په افغانستان کې د طالبانو او نورو وسله والو له لارې له مداخلته لاس نه اخلي.

پاکستان د افغان لوري دا خبره ردوي او وايي چې دوی په افغانستان کې امن غواړي کوم چې د دوی په وینا ، په خپله د پاکستان په ګټه دی.

خو د دې ملکونو تر منځ اړیکې په دې وروستیو کې له هغه وروسته لا پسې کړکېچنې شوې چې پاکستان هلته مېشت افغان کډوالو ته نه یوازې د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط کښېښود بلکې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ یې هم پیل کړه.

پاکستان په عین حال کې د جعلي اسنادو په تور په نړیواله کچه مشهوره شوې افغانه مېرمن شربت ګله هم ونیوه او تر څو شپو یې په بند کې ساتلې وه کومه چې له خوشي کېدو وروسته خپل هیواد ته ستنه شوه.

XS
SM
MD
LG