د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې پر۳۰۰۰ ښځو تشدد شوی


هیومن رایټس کمیشن اف پاکستان وايي، د ښځو د ځورونو پېښې مخ په زياتېدو دي.

د بشري حقونو سازمان هيومن رايټس کميشن اف پاکستان وايي، په دې هېواد کې سږ کال ۹۰۸ ښځې د جنسي تېري ښکار شوې دي.

دا شمېرې په داسې حال کې مخې ته راغلې چې د جمعې په ورځ د نړۍ نورو هېوادونو په څېر په پاکستان کې هم د ښځو پرضد تشدد د مخنيوي نړيواله ورځ و لمانځل شوه.

هیومن رایټس کمیشن اف پاکستان وايي، د ښځو د ځورونو پېښې مخ په زياتېدو دي.

کميشن زياتوي، سږ کال تر ۳۰۰۰ زياتې ښځې د تشدد ښکار شوي چې پکې د جنسي تېري، خودکشۍ او ناموس په نوم وژنې هم شاملې دي.

په رپورټ کې ويل شوي، د جنسي تېريپېښو کې ۸۵۶ په پنجاب، ۲۸ په سنده، ۲۳ په خېبر پښتونخوا او يوه په بلوچستان کې رامنځ ته شوې ده.

د رپورټ له مخې په هېواد کې ۴۹۵ ښځې د ناموس په نوم وژل شوې چې پکېپه پنجاب کې ۳۳۶، په خيبر پښتونخوا ۴۹،بلوچستان کې ۲۸، ګلګت بلتستان کي يوه او په سند کې ۵۱ ښځې وژل شوې دي.

سږ کال د ېوې مشهورې ماډلې قنديل بلوڅ د ناموس په نوم تر وژل کېدو وروسته د پاکستان پارليمان د ناموس په نوم وژنو او جنسي تېري پرضد قانونونه منظور کړل چې له مخې به يې لاملينو ته عمري بند او اعدام سزا ورکول کېږي.

په ۲۰۱۶ م ميلادي کال کې تر ۳۰۰۰ زياتې ښځې د تشدد ښکار شوي چې پکې د جنسي تېري، خودکشۍ او ناموس په نوم وژنې هم شاملې دي. هيومن رايټس کميشن اف پاکستان

خو ددې قانونو سربېره هم د ښځو پرضد د تشدد پېښې مخ په زياتېدو دي.

د ښځو د حقونو لپاره کارکونکې ادارې عورت فاونډيشن يوه مشره صايمه منير ددې وجه په خلکو کې ناپوهی او د حکومت لخوا د قانون په عملي کولو د دلچسپی نه اخستل يادوي.

د هيومن رايټس کميشن سږنۍ رپورټ دا هم وايي، ۱۳۷ ښځو ځانونه سوځولي دي او ۹۳۳ ښځو ځانونه وژلي او ۸۴۴ بيا تښتول شوې دي.

XS
SM
MD
LG