د لاسرسي ځای

که څه هم د جنګ زپلو سیمو خلک د مېلو هر کلې کوي خو وايي، دا په داسي حال کې جوړېږي چې لا هم په لوی شمېر کې خلک بې کوره او سيمې له اساسي اسانتياوو بې برخي دي.

په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو وروستو د پوځ په مشری بېلا بېلې کلتوري غونډې کېږي او هم په دې لړ کې د پنجشنبې په ورځ د پوځ مشرجنرال راخيل شريف په خیبر ایجنسۍ کې د یوه سپورټس کمپلېکس پرانسته وکړه.

که څه هم د جنګ زپلو سیمو خلک ددې هر کلې کوي خو وايي، مېلې په داسي حال کې جوړېږي چې لا هم په لوی شمېر کې خلک بې کوره او سيمې له اساسي اسانتياوو بې برخي دي.

په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو وروستو د پوځ په مشری بېلا بېلې کلتوري غونډې کېږي

په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو وروستو د پوځ په مشری بېلا بېلې کلتوري غونډې کېږي

په پیښور کې د کلتور په اړه د يوې څېړنيزې ادارې ګندهارا مشره او د ښځو د حقونو مبارزه ثنا اعجاز وايي، د پوځ په مشري کې چې کومې کلتوري غونډې او دستورې کېږي ډېر وخت داسې شوي چې پکې ځايي خلکو ته د ګډون اجازه نه وي ورکړل شوې.

په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو خبريال اکرام هوتي بيا وايي، دا ټولې هلې ځلې عام اولس ته ځکه ګټه نه رسوي چې د هیواد د بودیجې لويه برخه د پورونو ادا کولو او د پوځ په لګښتونو کې لاړه شي او د پرمختیايي کارونو لپاره کمې پيسې پاتې شي.

د پوځ په مشري کې چې کومې کلتوري غونډې او دستورې کېږي ډېر وخت داسې شوي چې پکې ځايي خلکو ته د ګډون اجازه نه وي ورکړل شوې. ثنا اعجاز

خو د پاکستان د پوځ یو پخوانې بریګیډیر برېګېډیېر اسد منیر وايي، پوځ د کلتوري هلو ځلو سره سره په جنګ زپلو سيمو يوشمېر پرمختيايي کارونه پیل کړي دي او غواړي چې بی کوره کړل شوي خلک د سږ کاله تر پايه کورونو ته ستانه شي.

پوځ په سوات او قبایلي سیمو کې تر عملیاتو وروسته یو شمېر کلتوري دستورې جوړي کړې او ادعا کوي چې دغه هلې ځلې په سیمه کې د امنیت پر ځای کېدو يو ثبوت دی.

خو د ادبي او هنري تنظیمونو غړي بیا وايي، دا کلتوري مېلې د عام اولس لپاره نه وي او نه هم پکې ځاي هنر مندانو ته د خپل هنر د څرګندونو موقعې په لاس ورځي.

XS
SM
MD
LG