د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د وزيرستانيو مشرانو وژنې زياتې شوې"


د ځايي خلکو په وينا، د تېرو څو مياشتو په موده کې په رزمک ډوېژن کې پنځه قبايلي مشران وژل شوي دي.

په شمالي وزيرستان کې د مشرانو د وژلو زياتېدونکې پېښو د رزمک خلک اندېښمن کړی دي.

د ځايي خلکو په وينا، د چارشنبې په ورځ نامالومو کسانو د دوسلي تحصيل اسد اباد يو مشر ملک صاحب جان د خپل کور مخې ته په ډزو و وژلی او زوی یې ور زخمي کړ.

د دوی په خبره، په تېرو څو مياشتو کې په رزمک ډوېژن کې پنځه قبايلي مشران وژل شوي دي.

د ضرب عضب عملياتو پر مهال حکومت له ځايي خلکو وسله واخستله او له دوی سره د ځان ژغورولو کوم وسايل وو هغه يې له لاسه ورکړل خو اوس د جرګو مرکو مشرانو، مخورو او سپين ږيرو د وژل کېدو لړۍ پیل شوې ده. ملک خليل

يو ځايي مشر ملک خليل خان د جمعه په ورځ مشال راډیو ته وويل، حکومت د ضرب عضب عملياتو د پيل پر مهال په سيمه کې د امنيت راوستو ژمنه کړې وه خو د مشرانو وژنو د عملياتو د برياليتوب حکومتي ادعا تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

ده زياته کړه د عملياتو پر مهال حکومت له ځايي خلکو وسله واخستله او له دوی سره چې د ځان ژغورولو کوم وسايل وو هغه يې له لاسه ورکړل خو اوس د جرګو مرکو مشرانو، مخورو او سپين ږيرو د وژل کېدو لړۍ پیل شوې ده.

ملک خليل وايي، د شمالي وزيرستان خلکو د خپل راتلونکې لپاره قرباني ورکړې نو پکار ده حکومت د دوی د سر ساتنې ژمنه پوره کړي.

په رزمک کې څه موده وړاندې پر امنيتي سرتېرو هم بريدونو شوي وو چې وروسته حکومت هلته تر يوې اونۍ پورې ګرزبنديز و لګاوه او ادعا يې وکړه چې غواړي د وزيرستان د نورو سيمو په شان دغه سيمه هم له وسله والو پاکه کړي.

XS
SM
MD
LG