د لاسرسي ځای

“د ګډاني اډې ۱۲زره مزدوران بې کاره شوي”


Nasir Mansoor

Nasir Mansoor

ناصر منصور په کراچۍ کې خبرې غونډې ته وويل، تر اوسه تش دومره معلومات ورکړل شوي چې په پېښه کې ۲۸ مزدوران وژل شوي، څلور لادرکه او ۲۲ ژوبل دي.

د پاکستان د مزدورانو ملي سازمان نېشنل يونين فېډريشن تور پورې کړی چې حکومت لاهم د ګډانې چاودنې په اړه کره معلومات نه دې ورکړي.

د سږ کال د نومبر په لومړۍ نېټه د سمندري جازونو ماتولو او کباړولو په مرکز کې شوې چاودنه کې ۲۸ مزدوران وژل شوي وو چې پکې زياتره د خيبر پښتونخوا وو.

د پنجشنبې په ورځ د سازمان عمومي مرستيال مشر ناصر منصور په کراچۍ کې خبرې غونډې ته وويل، تر اوسه تش دومره معلومات ورکړل شوي چې په پېښه کې ۲۸ مزدوران وژل شوي، څلور لادرکه او ۲۲ ژوبل دي.

ناصر منصور ټېکداران، مالکان او نورې اړونده ادارې لکه د چاپېريال څانګه، د ټولنيز امنيت اداره، اي او بي ای، د مزدورانو حکومتي اداره، بلوچستان دوېلپمنټ اتهارټي او کسټم د ګډاني پېښې ذمه واره و بلل.

دده په وينا، دا نه دي ورته ويل شوي چې د چاودنې پر وخت په جاز کې څومره مزدورانو کار کولی.

ناصر منصور دا ادعا هم وکړه چې له وژل شويو سره هېڅ مالي مرسته نه ده شوې او نه هم د پېښې ذمه واران په ګوته کړل شوي دي.

نوموړي ټېکداران، مالکان او نورې اړونده ادارې لکه د چاپېريال څانګه، د ټولنيز امنيت اداره، اي او بي ای، د مزدورانو حکومتي اداره، بلوچستان دوېلپمنټ اتهارټي او کسټم د پېښې ذمه واره و بلل.

نوموړي وويل چې ډېر ژر به د اړونده کسانو او ادارو پرضد په عدالت کې مقدمه کوي.

ناصر منصور دا هم وويل، مرکزي حکومت د پېداوار وزير په مشری کې يوه پلټنيزه کمېټۍ جوړه کړې وه او ورته د رپورټ وړاندې کولو لپاره يوه اونۍ وخت ورکړل شوی وو چې لا هم يې دا کار بشپړ کړی نه دی.

چاودنه کې ۲۸ مزدوران وژل شوي وو چې پکې زياتره د خيبر پښتونخوا وو.

چاودنه کې ۲۸ مزدوران وژل شوي وو چې پکې زياتره د خيبر پښتونخوا وو.

په خبرې کانفرنس کې دا هم وويل شو چې تر پېښې وروسته ګډاني اډه تړل شوې چې له کبله يې ۱۲ زره مزدوران بې کاره شوي دي.

د غونډې په پای کې د نېشنل ټرېډ فېډرېشن مشرانو غوښتنه وکړه چې په ګډاني چاودنې کې ککړو کسانو ته دې سزا ورکړي او د داسي پېښو د مخنيوي لپاره دې قانون جوړ کړي.

په خبري غونډه کې د ګډاني په چاودنه کې د وژل شويو او ټپيانو خپلوان هم وو خو هغو له خبريالانو سره خبرې ونکړې.

د نېشنل ټرېډ یونين د مشرانو ددې څرګندونو او تورونو په اړه لا هم مالکانو، ټېکدارانو او يادي شويو حکومتي ادارو څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG