د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر مصري پوځ حمله کې اته سرتېري وژل شوي


مصری پوځ وايي، په سینا سیمه کې پر یوې پوستې په موټر بمي برید کې اته امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

دا پېښه پرون د هېواد په شمال کې په هغه سیمه کې شوې چې پکې د اسلامي دولت ډلې یاغیتوب روان دی.

بېګا د پوځ په خپور شوي بیان کې ویل شوي، د ترهګرو یوې ډلې پر امنیتي پوستې برید وکړ.

بیان وايي، کله چې د امنیتي سرتېرو او وسله والو تر منځ نښته روانه وه نو یوه موټر بمي حمله وشوه چې پکې اته امنیتي سرتېري ووژل شول.

مصری پوځ وايي، په نښته کې یې درې بریدګر هم وژلي دي.

د دې حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې. هغه وسله واله ډله چې په سیمه کې د یاغیتوب مشري کوي، په ۲۰۱۴ز کال کې یې له اسلامي دولت ډلې سره د وفادارۍ اعلان کړی وو او اوس ځان ته د سینا ولایت وايي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG