د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني وزيراعظم د پوځ مشر ته په مخه ښه ويلي


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف ویلي، د جنرال راحیل شریف په مشرۍ پوځ نه یوازې د بهرنیو ګواښونو مخنیوی کړی بلکې ترهګرۍ ته یې هم ماته ورکړې.

نواز شریف د پنجشنبې ماښام په اسلام اباد کې د جنرال شریف مخه ښې په غونډه کې وویل، د جنرال شریف په مشرۍ پوځ د هېواد ګوټ، ګوټ د دولت تر عملدارۍ لاندې راووست.

نواز شریف په وینا کې جنرال شریف ته مخاطب شو او ویې ویل چې پر ستراتیژیکو موضوعاتو یې ورسره مشوره کړې.

هغه زياته کړه، ((جنرال راحیله، په تېرو درو کلونو کې ما ستا پر ستراتیژیکو مشورو تکیه کړې. موږ دواړو، د یو شمېر امنیتي ننګونو او ستونزو د هواري لپاره یو ځای کار کړی او زه په خوشالۍ وایم چې پاکستان د ۲۰۱۳ز کال پرتله، نن ډېر محفوظ او باامنه دی.))

د نومبر پر ۲۹مه، د پوځ مشر په توګه د جنرال راحیل شریف دندې موده پای ته رسي او ټاکل شوې چې وزیراعظم ژر نوی مشر وټاکي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG