د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لاهور ترهګرۍ ضد عدالت پنځو کسانو ته د مرګ سزا واوروله


په لاهور کې عیسوي مظاهره چیان
په لاهور کې عیسوي مظاهره چیان

عدالت دې پنځو کسانو ته د مرګ سزا او دوه لکه روپیو جرمانې تر څنګ اته نور کسان په دوه دوه کاله بند محکوم کړل.

اسلام اباد: د پاکستان د پنجاب صوبې په لاهور کې د ترهګرۍ ضد عدالت د عيسايي مېرمنې او خاوند د سوځولو په جرم کې پنځو کسانو ته د مرګ سزا اورولې ده.

د چارشنبې په ورځ د لاهور ترهګرۍ ضد عدالت کې د کوټ رادها کشن کېس اورېدنه وشوه او له هغه وروسته مجرمانو ته سزا واورول شوه.

عدالت دې پنځو کسانو ته د مرګ سزا او دوه لکه روپیو جرمانې تر څنګ اته نور کسان په دوه دوه کاله بند محکوم کړل.

په پاکستان کې د مذهبي لږکیو د حقونو لپاره کارکوونکو د عدالت دا پرېکړه ستایلې او غوښتنه یې کړې ده چې اوس نو باید حکومت دې کسانو ته ژر تر ژره سزا ورکړي.

د پاکستان د سکھانو ټولنې مشر او د اقليتو حقونو لپار کار کونکي رادېش ټونی د عدالت دا پرېکړه ستایلې ده.

نوموړي مشال راډيو ته وويل ، داسې پرېکړې به پر حکومت او عدالت د اقلیتونو باور پر ځای کړي او دا تاثر به له منځه لاړ شي چې ګواکې په پاکستان کې اقلیتونو ته انصاف نه ورکول کېږي.

د پاکستان بشري حقونو سازمان – هيومن رایټس کمېشن – مخکښ کامران عارف وايي ، د دوی اداره د مرګ سزا په حق کې نه ده خو له دې پرېکړې سره به لږ تر لږه اقلیتونو ته د هغوی حق ورسېږي.

د کامران عارف په وینا ، د دې پرېکړې به دا ګټه هم وي چې په راتلونکي کې به د داسې پېښو په مخنیوي کې مرسته وشي.

د پاکستان سپريم کورټ هم د کوټ رادها کشن کېس ته په خپله پام کړی وو او له حکومته یې په دې اړه د هر اړخیز رپوټ غوښتنه کړې وه.

د عیسايي مېرمنې شمع مسیح او شهزاد مسیح د وژلو او سوځول پېښه د ۲۰۱۴م کال په نومبر میاشت کې رامنځ ته شوې وه.

پر دې مېرمن او خاوند تور پورې شوی وو چې هغوی قران ته سپکاوی کړی دی. دوی لومړی وهل شوي او بیا د خښتو په بټۍ کې سوځول شوي وو.

تر پېښه وروسته د کوټ رادها کشن سيمې پوليس عدالت ته تللي وو په مقدمه کې یې ټول ۱۰۳ کسان په ګوته کړي وو.

عدالت له څه باندې پنځو کالو وروسته دیارلس کسانو ته سزا واوروله او نور یې خوشي کړي دي.

XS
SM
MD
LG