د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډونلډ ټرمپ نيکي هېلي د ملګرو ملتونو لپاره سفيره ټاکلې


که سېنټ د نيکي هېلي د ټاکنې منظوري ورکړه نو دا به پولټزر جايزه ګټونکې ليکوالې سمنتا پاور پر ځای په ملګرو ملتونو کې د امريکا رسمي سفيره شي.

د امريکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جنوبي کيرولينا ګورنره نیکې هېلې د ملګرو ملتونو لپاره ددې هېواد ممکنه سفيره ټاکلې ده.

ډونلډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ په خپور شوي بيان کې ويلي، د نیکې هېلي لاس ته راوړنو ته که وکتل شي نو دې ثابته کړې چې بې له څه امتيازه يا له يوه ګوند سره د تړاو درلودلو پرته يې خلک سره را يو ځای کړي او د خپل رياست او هېواد په ګټه يې مشکلې تګلارې پر مخ وړې دي.

نيکي هېلي ته د يوکراين او روس ترمنځ د خرابو اړيکو او د شام د خونړۍ شخړې په اړه ډېر لږ مالومات دي.

ښاغلي ټرمپ زياته کړې، نيکي هېلي ځان د چارو په حل کولو کې د ماهر په توګه ثابت کړی او دده په وينا امريکا غواړي په راتلونکې کې يو شمېر نورې چارې ترله تېرې کړي نو په دې تناظر کې به دا د امريکا په نړيواله کچه د استاذيتوب په لړ کې يوه ښه مشره ثابته شي.

د جنوبي کيرولينا ګورنره ۴۴ کلنه نيکي هېلي د يوه هندي پناه اخستونکي لور ده او د امريکا د ولسمشريزه ټاکنو پر مهال یې د پناه اخستونکو په اړه د ډونلډ ټرمپ پر دريځ او د سپين پوستو توکم پالو پرضد د خبرو پر نه کولو يې تنقيد کړی وو.

نیکي هېلي د ريپبلکن ګوند ځلېدونکې ستورې ده او د ډونلډ ټرمپ له لورې د کابينې په کچه لومړی لوړپوړې چارواکې ده چې سپین پوستې نه ده.

د جنوبي کيرولينا ګورنره ۴۴ کلنه هېلي د يوه هندي پناه اخستونکي لور ده او د امريکا د ولسمشريزه ټاکنو پر مهال یې د پناه اخستونکو په اړه د دونلډ ټرمپ پر دريځ او د سپين پوستو توکم پالو پرضد د خبرو پرنه کولو يې تنقيد کړی وو.

د ښاغلي ټرمپ د انتقالې دورې ډلې له لورې په خپور شوي بيان کې نيکي هېلې ويلي، هېواد يې په کورنۍ او نړيواله کچه له لويو ستونزو سره مخامخ دی او وياړ کوي چې منتخب ولسمشر د ځان د ملګرتيا ورته ويلي او غواړي چې په ملګرو ملتونو کې د راتلونکې سفيرې په توګه د امريکا خدمت وکړي.

که سېنټ د ټاکنې منظوري ورکړه نو دا به پولټزر جايزه ګټونکې ليکوالې سمنتا پاور پر ځای په ملګرو ملتونو کې د امريکا رسمي سفيره شي.

نيکي هېلي د سمنتا پاور په پرتله په بهرنيو چارو کې پراخه تجربه نلري.

دې ته د يوکراين او روس ترمنځ د خرابو اړيکو او د شام د خونړۍ شخړې په اړه ډېر لږ مالومات دي.

تير کال يې د امريکا وفاقي ادارو ته ويلی وو چې شامي وګړي دې په جنوبي کيرولينا کې نه ځای پر ځای کوي ځکه ښايې په غلطي سره هلته ترهګر هم ورشي.

ددې ترڅنګ نيکي هېلي د امريکا له هغو ۱۵ ګورنرانو ده چې تېر کال يې په يوه ليک کې د ايران او ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د شوي جوهري تړون مخالفت کړی وو.

دا اسراييل پلوه هم ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG