د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور های کورټ وايي وفاقي حکومت دې د ترک ښوونکو ایستل ودروي


پاک ترک ښوونځی
پاک ترک ښوونځی

دا پرېکړه د چارشنبې په ورځ د پیښور هاي کورټ کې پر جسټس یحیا اپرېدي او جسټس اکرام الله مشتمل دوه کسیزې عدالتي جرګګۍ کړې ده.

پېښوږ: د خیبر پښتونخوا د پېښور هايي کورټ د پاکستان وفاقي حکومت ته امر کړی دی چې له هیواده د ترکیو استادانو د ایستلو عمل ودروي.

دا پرېکړه د چارشنبې په ورځ د پیښور هاي کورټ کې پر جسټس یحیا اپرېدي او جسټس اکرام الله مشتمل دوه کسیزې عدالتي جرګګۍ کړې ده.

یادې جرګګۍ له پاکستانه د ترک استادانود ایستلو پر ضد د یو خواست اوریدنه وکړه او له مرکزي حکومته يې ځواب وغوښته چې ولې دا استادان له هیواده ایستل کیږي.

بل خوا تېر مازیګر د پېښور په پاک ترک سکول کې د ترکي استازانو په درناوي کې یوه غونډه هم وشوه.

په دې غونډه کې ګډون کوونکي د یاد سکول یو ترکي استاد الهان مشال راډیو ته وویل چې دوی له پاکستانه وځي خو زړونه یې هلته پاتېږي.

ده وویل ، د پېښور د های کورټ د پرېکړې ستاینه کوي خو ترک ښوونکو وار له مخه له پاکستانه وتل پیل کړي دي.

د الهان په وینا ، له پاکستانه اېستل کېدونکي زیاتره ترک ښوونکي خپل هیواد ترکي ته نه بلکې نورو هیوادونو ته روان دي.

نوموړي وویل چې دی به هم د نومبر پر ۲۷مه له پاکستانه ووځي خو د ترکي پر ځای به افریقايي هیواد تنزانیا ته ولاړ شي.

په پېښور کې د پاک – ترک ښوونځي مشر ښوونکی یا پرنسپل سردال مشال راډیو ته وویل ، د پېښور د های کورټ له پرېکړې وروسته یې هلته د پاتې کېدو هیله ژوندۍ شوې ده.

سردال وویل ، دوی غواړي چې هم دلته پاتې شي خو که بیا هم پر وتلو مجبور شو نو نه پوهېږي چې چېرې به ځي.

په عین حال کې په دې ښوونځیو کې د زده کوونکو ماشومانو میندې او پلرونه هم د پاکستان د مرکزي حکومت له دې پرېکړې ډېر خفه دي.

پښور کې یو شمېر کسانو مشال راډیو ته وویل چې د پاکستاني حکومت دا پرېکړه لوی زیاتی دی.

د پاکستان مرکزي حکومت دا پرېکړه له هغه وروسته وکړه چې د روانې میاشتې په لومړیو کې د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته ولاړی.

خو تر دې هم وړاندې د اګست په مياشت کې د ترکي د بهرنيو چارو وزير مولت چاوس اوغلو د اسلام اباد سفر وکړ او له چارواکو يې د فتح الله ګلن تر انتظام لاندې چلېدونکو ښوونځيو کې د ترکي د استادانو د اېستلو غوښتنه وکړه.

د یادو سکولونو ترک ښوونکي وايي چې د دوی له فتح الله ګلن سره هیڅ اړه نشته بلکې یوازې تعلیم ورکوي.

XS
SM
MD
LG