د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د اسرایل وروستي تورونه بې بنسټه وبلل


ایران د اسراییل دا تورونه بې بنسټه وبلل چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب یو شمیر غړي د ملکي الوتنو له لارې د لبنان حزب الله ډلې ته وسلې لیږدوي.

په ملګرو ملتو کې د اسرایل استازي داني دانون دا تورونه د سېشنبې په ورځ په یوه لیک کې د ملګرو ملتو امنیت شورا ته وړاندې کړل.

په ملګرو ملتو کې د ایران مرستیال استازي غلام حسین دهقاني د چارشنبې په ورځ وویل، په لیک کې یو ځل بیا یو لړ بې بنیاده تورونه، پرته له کوم دلیله زما پر هیواد د عادت له مخې لګول شوې دي.

دهقاني همداراز د اسرایل دا تور رد کړ چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړو یې سرغړونه کړې ده.

دې مسلې ته هم د اسرایل په لیک کې اشاره شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG