د لاسرسي ځای

تازه خبر

نرښځيانو ته د عمرې درخواستونه مه ورکوئ. سعودي سفارت


د سعودي عرب سفارتخانې پاکستانیو د سفري اسانیتاو برابرولو ادارو (ټرېول اېجنټ اسوسيیېشن) ته یو لیک استولی دی چې نرښځيانو ته دې د عمرې ويزو لپاره نه درخواستونه ورکوي او نه دې ترې اخلي.

مشال راډيو ته د نوم نه ښودلو پر شرط د پېښور يوه ټرېول اېجنټ د دې خبرې تصديق کړی او ويلي یې دی چې دوی ته دا حکمنامه يوه ورځ وړانډې جاری کړېده خو د درخواستونو نه اخيستو څه وجه ورته نه ده ښودلې شوې.

د پاکستان ټرېول اېجنټ اتحادیې يو بل چارواکي وویل چې دوی ته د سعودي سفارت تش لیک استولی خو سبب یې نه دی کښلی او نه هم دی په دې اړه نور مالومات لري.

بلخوا د خيبر پښتونخوا د نرښځيانو صوبايي مشرې فرزانې د سعودي چارواکیو پر فيصله خپګان ښودلی او زیاتوي چې دوی له وړاندې له هر ډول حقونو بې برخې دي او دغه ډول پرېکړه د دوی له پوهې بهر خبره ده.

خو د اسلامي چارو کار پوه پروفيسر ډاکټر دوست محمد خان وايي چې دا یوه ډېره نازکه سمله ده، بايد د سعودي حکومت دریځ ته انتظار وکړل شي چې ولې یې داسې پرېکړه کړې ده خو دا هم کېدای شي چې د محرم او نا محرم کېدو پاليسۍ لاندې یې دا قسمه فيصله کړي وي.

د نرښځيانو او د هغوی حقونو لپاره کار کونکې ادارې ویلي که سعودي حکومت دا فيصله کوي نو هغوی به د خپل حق لپاره په نړيواله کچه غږ اوچتوي او د خپلو حقونو لپاره به ان د اسلامي هېوادونو سازمان (او ای سي) ته خپل غږ رسوي.

XS
SM
MD
LG