د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د غلام خان لار به د وزیرستان او خوست سوداګري وغوړوي'


په شمالي وزیرستان کې سوداګر خوشاله دي چې له افغانستان سره د تجارتي لارې له ممکنه پرانیستنو سره به یې کاروباري هلې ځلې یو ځل بیا وغوړېږي او خلکو ته به روزګار ترلاسه شي.

ځايي سوداګر وايي، که چیرې له وزیرستانه پر غلام خان کنډو د افغانستان خوست ولایت ته تلونکې لار پرانستل شي نو د سیمې اقتصاد به ورسره یو ځل بیا راژوندی شي چې د یوې لسیزې اوږدې ترهګرۍ او بیا ورپسې د ترهګرۍ –ضد پاکستانیو پوځي عملیاتو ځپلي دي.

د شمالي وزیرستان یو سوداګر حاجي ستار مشال راډیو ته وویل چې دغه لار په سیمه کې د پوځي عملیاتو له کبله نېږدې درې کاله تړلې پرته وه او که چېرې پرانستل شي نو د سیمې ولس ته به روزګار ترلاسه شي او هغوی به خپلې کاروباري هلې ځلې پیل کړي.

دی وايي، د لارې پرانستو ته یې په خوشالۍ سترګې پر لار دي، چې د افغانستان له پلازمېنې کابله د پاکستان [د سیند صوبې] تر کراچۍ بندره د سوداګرۍ یوه مهم شاهرګ دی.

د غلام خان لار د ۲۰۱۴م کال په جون کې د پراخو پاکستانیو پوځي عملیاتو په پیل کې وتړل شو. په اسلام اباد کې چارواکي ادعا کوي چې د ضرب عضب په نوم د پوځي عملیاتو په نتیجه کې يي په زرګونه طالبان وژلي دي او د القاعده په ګډون د یو شمېر نورو تندلارو ډلو وسله وال يې له سیمې په تېښته اړ کړي دي. شمالي وزیرستان په کلونو د القاعدې او د دې د ګڼو نورو پلوي ډلو یو جهاني مرکز پاته شوی وو.

خو په شمالي وزیرستان کې ولس وايي چې د وسله والو ډلو د بریدونو او پاکستانیو پوځي عملیاتو چې موخه یې د وسله والو ډلو وهل دي د دې له لاسه تر ټولو زیات دوی [ځايي خلک] ځپل شوي دي. د ضرب عضب له کبله د شمالي وزیرستان تر پنځلسو لاکو ډېر خلک بې-کوره کړل شول چې د دغه سیمې د ټولو وګړو درې برخې جوړوي. دوی د خیبر پښتونخوا بنو ته په زوره کډه کړل شول، ګڼو یې د افغانستان خوست، پکتیکا او پکتیا ولایتونو ته کډې یووړې.

ځايي سوداګر حاجي ستار زیاتوي پاکستان باید د دې سوداګریزې لارې د لا ښه کولو لپاره په سیمه کې پانګونه وکړي.دی زیاتوي پاکستان و افغانستان د وریځو او اوړو تر ټولو لوی رسوونکی دی او هیله من دی چې د دې لار خلاصېدل به له کلونو راهیسې د تیت و پرک وزیرستانیو سوداګرو کړاونه را-کم کړي.

حکومت اعلان کړی دی چې د غلام خان کنډو به د نومبر په پنځلسمه نېټه پرانيځي. د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف په سیمه کې د یوه نوي سړک پرانیسته هم کړې ده. دا ۸۴ کلومیټره اوږد سړک دی چې غلام خان کنډو له بنو ښار سره تړي او د امریکا مرستندویه ادارې یو اېس ای ډي په مالي مرسته جوړ کړل شوی دی.

څه موده وړاندې د شمالي وزیرستان پولیټیکل اېجنټ کامران اپرېدي مشال ریډیو ته ویلي ول چې په یوڅو ورځو کې به د غلام خان له لاری کاروباري هلې ځلې بیا پیل شي. نوموړی وايي دا لار د شمالي وزیرستان د اقتصاد لپاره ډېره مهمه ده.

د ګندهارا اېډیتر ابو بکر صدیق لیکنه چې د مشال خبریال عمردراز ورسره مرسته کړې.

XS
SM
MD
LG