د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي په نیلم کې یې له هندي ډزو لس تنه وژل شوي


د پاکستان سرکاري راډیو د پوځ مطبوعاتو ادارې له خولې وایي چې تر دې وړاندې د هند پوځ د کشمیر په ځینو سیمو کې ډزې کړې او د توپ ګولې یې توغولې دي.

د پاکستان پوځ مطبوعاتو څانګه ادعا کوي چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر په نیلم سیمه کې پر یوه مساپر بس د هند پوځ په ډزو کې لس کسان وژل شوي او اووه نور ژوبل دي. دوی وايي، دغه بس مظفر آباد ته روان وو.

ایې اېس پي ار دا ادعا هم کوي چې د نیلم له ډنډیال سره نېږدې تر برید وروسته چې یو ابېمبولېنس د ټپیانو وړلو لپاره هلته ورسېد نو پر هغه هم ډزې شوې او څلور تنه نور بیا په دغه پېښه کې ژوبل شوي دي.

بلخوا عسکري سرچینې وایي، په چارشنبه د پاکستان درې پوځيان هم وژل شوي او په ځوابي کاروایې کې یې د اوو هندي پوځیانو وژلو ادعا هم کړه ده.

د پاکستان ترولکې لاندې کشمیر په نیلم سیمه کې سکولونه هم تړل شوي دي.

د هند انګرېزۍ ژبې هندو وېبپاڼې په چارشنبه لیکي چې پر کنټرول کرښه د درو هندي پوځيانو او بیا په مچل سېکټر کې د یوه هندي پوځي د مړي سپکاوي پس هندي ځواکونو پر کنټرول کرښه پر پاکستانيو سنګرونو د د چارشنبې سهار نهه بجې ډزې پیل کړې دي.

هند تور لګوي چې د هندي سرتېري د مړي په سپکاوي او بې حرمتي کې د پاکستان لاس دې خو پاکستان دا تور ردوي او وایې چې د پاکستان پوځ په مسلکي توګه غېر- اخلاقي او په غېر- مسلکي هلو ځلو کې ککړ نه دی او نه د داسي ډول کړنو پلوي کوي.

د پاکستان او هند ترمینځ اړیکې د تېر سېپټېمبر پر اتلسمه نېټه د هند ترولکې لاندې کشمیر په اوړي سیمه کې پر یوه پوځي اډه تر بریدونو ورستو د تاوتریخوالي ښکار شوې دي.

دواړو هېوادونو د هغه تاوتریخوالي له وجې پر ځینو سفارتکارانو د جاسوسۍ تورونه هم لګولي ول او له خپلو هېوادونو یې شړلي ول.

پر کنټرول کرښه د تاو تریخوالي له وجې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د هند سفارتخانې های کمېشنر او مرستیال های کمېشنر هم ورغوښتی وو او پر کنټرول کرښه د ۲۰۰۳ م کال د ډزبندۍ تړون سرغړونې په باب یې ورته خپل احتجاج ثبت کړی وو.

پاکستان او هند وخت په وخت پر یو بل د ډزبندۍ تړون سرغړونې تورونه لګوي.

XS
SM
MD
LG