د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایرانی وګړی له امریکا د توغندیو په وړلو تورن شو


د امریکا څارنوالانو ویلي چې یو فیډرالي عدالتي جرګګۍ ثابته کړې چې امریکايي اسناد لرونکي ایراني وګړي له امریکا څخه ایران ته د درنو وسلو وړلو هڅه کړې ده.

د انصاف محکمې ویلي چې د مېن هټن جرګګۍ د رضا اولنګیان په نامه دا وګړی د درو نورو تورونو تر څنګ په دې تورن ګرځولی چې په امریکا کې یې د دې لپاره د جهاز ویشتونکي توغندي ترلاسه کولو هڅه کړې چې ایران ته یو یوسي.

پنځویشت کلن رضا اولنګیان په دې تور کې په پنځویشت کاله بند محکومېدای شي. نوموړی په ۲۰۱۲م کال کې په استونیا کې نیول شوی او بیا امریکا ته انتقال شوی وو.

نوموړي پنځه کاله وړاندې هڅه کړې وه چې شاوخوا سل توغندي واخلي او ایران ته یې یوسي. د امریکايي قانون له مخې د داسې ټکنالوژۍ د انتقال اجازت نشته.

د رضا اولنګیان وکیل ویلي چې دوی د اپیل کولو لپاره پلان تیار کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG