د لاسرسي ځای

ترک حکومت د کم عمره ودونو بل بیرته واخیست


د ترکي وزیراعظم بین عالي یلدریم د نورو سلا مشورو لپاره د کم عمرونه ودونه په اړه لانجمن بل بیرته اخیستی دی.

نوموړي د سېشنبې په ورځ وویل چې دوی دا بل د ولسمشر رجب طیب اردوغان په خواست بیرته اخیستی دی.

د نوموړي په وینا ، د دې ګام هدف یې دا دی چې پراخه همږغي ورباندې رامنځ ته کړي او د اپوزېشن ګوندونو ته وخت ورکړي چې په دې اړه خپل وړاندیزونه تیار کړي.

دا ګام په داسې حال کې اخیستل شوی چې یاد بل پارلمان ته تللی دی چېرې چې د واکمن انصاف او پر مختګ ګوند اکثریت دی.

پر دې بل په ترکي کې کلکې نیوکې شوي دي او ګوتنیوکي وايي چې دا به جنسي تېریو ته قانوني جواز ورکړي او د کم عمره ودونه حوصله افزايي به وکړي.

په دې مسلم اکثریتي ملک کې د واده لپاره قانون عمر اتلس کاله دی.

XS
SM
MD
LG