د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغانستان دې د شعییه وګړو امنیت خوندي کړي"


د بشري حقونو یو نړیوالې ډلې د افغانستان پر حکومت ږع کړی دی چې د خاصو مراسمو پر مهال دې د شعیه وګړو د امنیت ساتنې لپاره بهتر امنیتي پلان جوړ کړي.

د هیومېن رایټس واچ په نامه دې ډلې دا غوښتنه د دوشنبې په ورځ کړې ده.

دا له هغه یوه ورځ وروسته ده چې په کابل کې په یو جومات کې چاودنې لږ تر لږه دېرش شعیه عبادت کوونکي ووژل.

له اسلامي دولت ډلې سره تړلو وسله والو وویل چې دا برید دوی کړی وو.

د هیومېن رایټس واچ په وینا ، دا له جولايي میاشتې راهسې څلورم ځل دی چې یادې ډلې په افغانستان کې شعیه ګان په نښه کړي دي.

په نیویارک کې مېشته دا ډله وايي ، په افغانستان کې له جولايي میاشتې راهسې فرقه ییزو ځانمرګو بریدونو تر پنځه سوه زیات شعیه ګان وژلي او ټپي کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG