د لاسرسي ځای

ماینونو تر نورو زیاته مرګ ژوبله په افغانستان کې اړولې ده


د ماین پر ضد د مبارزې نړیواله اداره وايي ، تیرکال د ټولې نړې په پرتله په افغانستان کې ماینونو زیاته مرګ ژوبله اړولې وه.

د دې ادارې په وینا، په تېر کال کې لږترلږه – یو زر درې سوه لس – (۱۳۱۰) افغانان د ماین په چاودنه کې وژل شوي یا ټپي شوي وو.

یاده اداره وايي چې په تیرکال کې په ټوله نړۍ کې د ماین د قربانیانو شمیر د ۲۰۱۴م کالوړم کال پرتله پنځه اویا فیصده زیات شوی وو.

په ټوله نړۍ کې – شپږ زره څلور سوه یو شپېته – (۶۴۶۱) کسان د ماین په چاودونو کې یا وژل شوي او یا ټپي شوي وو.

د ماینونو پرضد د مبارزې دې نړیوالې ادارې ویلي چې په افغانستان، عراق، شام ، لیبیا، یمن او اوکراین کې د جګړوله امله د ماین په چاودنو کې مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG