د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا او فاټا کې پولیو ضد کمپاین پیل شوی


په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې له نن څخه د پولیو ضد درې ورځنۍ کمپاین پیل شوی دی.

د کمپاین چارواکي وايي ، په دې درو ورځو کې به دوی د خیبر پښتوخوا او قبایلي سیمو تر پنځو کالو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ ضد څاڅکي ورکوي.

دوی وايي ، په خیبر پښتونخوا کې به تر شپږ پنځوس لکه او په قبایلي سیمو کې به تر لس لکه زیاتو ماشومانو ته دا څاڅکي ورکوي.

د کمپاین د چارواکو په وینا ، د څاڅکو ورکوونکو ډلو امنیت ساتلو لپاره یې هم ګامونه پورته کړي دي.

د پاکستان د صحت محکمې د چارواکو په وینا ، تېر کال په ټول پاکستان اتلس ماشومان د پولیو ناروغۍ وهلي وو. خو په تېر کال کې دا شمېره یو کم پنځوس وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG