د لاسرسي ځای

په پکتیکا کې هم د کرنې ریاست لخوا د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو په یو شمېر بزګرانو د غنمو ۲۷۶ میتریک ټنه تخم او ۵۵۲ ټنه کیمیاوي سرې د وېش بهیر پیل شو.

د غنمو اصلاح شوی یاد تخم چې د کرنې وزارت لخوا ورکړل شوی، په لږه بیه بزګرانو ته ویشل کیږي.

د سې شنبې په ورځ د تخمونو د وېش د پیل په ځای کې د پکتیکا د کرنې رييس سباوون وویل، چې دوی غواړي، د اصلاح شویو تخمونو د وېش له لارې د یاد ولایت د کرنیز پیداوار کچه لوړه کړي.

دی زیاتوي، د کرنیزو محصولاتو د ښه کولو په لاره کې به د بزګرانو ستونځو او نیمګړتیاوو ته توجه وکړي.

د کرنې رييس زیاته کړه:((موږ د بعضو مستحقو بزګرانو سره د ۲۷۶ ټنه غنمو او ۵۵۲ ټنه سپینې سرې مرسته کوو، هڅه کوو، تر څو د کرنې په برخه کې خپل داخلي پیداوار ډېر کړو او د بزګرانو هغو ستونځو ته رسیده ګي وکړو، چې هغوی ورسره د دهقانی په کار کې لاس او ګریوان دي.))

بل لوري ته د یاد ولایت یو تن بزګر په خپلو خبرو کې یواځې د تخمونو وېش په پوره اندازه ګټور ونه باله او زیاته يې کړه، کچیرې د غنمو له تخم سره په هماغه اندازه توره کیمیاوي سره ورنکړل شي، نو کرنه به يې د تېرو کلونو په شان ضعیفه او نتیجه لرونکې نه وي:((دلته یواځې د غنمو تخم نتیجه نه ورکوي، تر څو چې دې تخم سره سل کیلو توره سره نه وي، نتیجه به ونلري، چې یواځې تخم بې نتیجې وي، نو خلک به تصمیم نیسي، چې کر په اړه يې څه پریکړه کوي.))

پکتیکا والي محمدالیاس وحدت هم د بزګرانو پدې ناسته کې له هغوی هیله وکړه، چې خپل کار او کسب ته متوجه شي او د کرنې په برخه کې بنیادي تحول لپاره کار وکړي.

دی وايي په نورو ځایونو کې د سړو خونو له برکته میوې او نور کرنیز پیدا وار ټول کال ساتل کیږي، خو په افغانستان کې يې بزګران د خرابیدو له ګواښه په تاوان خرڅوي.

د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت زیاته کړه:

((تر اوسه چې ډېر بدلون ندی راغلی، حال دا چې به نورو ځایونو کې راغلی خو دلته ندی راغلی وجه يې داده چې نه موږ ته چا کار کړی او نه موږ په خپله کار کړی، که نورو ځایونو کې وګورئ، هغوی سره د اوړي محصولات اوس شته، د شنو خونو له برکته، مخکې که يې یو من محصول وو اوس يې محصول لسو منو ته پورته شوی.))

د یادونې وړ ده، څو ورځې مخکې د پکتیکا په ګاونډ خوست کې هم بزګرانو لپاره لدې کمه اندازه د اصلاح شویو غنمو دوه ډوله تخم او سپینه کیمیاوي سره په بزګرانو وویشل شوه، که څه هم اصلاح شوي تخمونه هر کال د کرنې د ادارې لخوا ویشل کیږي، خو سږ کال يې بزګران لدې کبله ښه بولي، چې دوی به يې پدې مناسبو شپو ورځو کې وکري.

XS
SM
MD
LG