د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په افغانستان کې د جهاني مرستو هر اتم ډالر غلا کېږي'


د اسیا پېسفیک لپاره د شفافیت نړیوال سازمان مشر سریرک پلیپټ وايي، له افغانستان سره د کېدونکیو مرستو پیسې لا د درغلۍ ښکار کېږي او په دې برخه کې ډېرو اصلاحاتو ته اړتیا ده

د شفافیت نړیوال سازمان وايي، سره له دې چې په افغانستان کې له اداري غلا غدیو او فساد سره د مبارزې په برخه کې له ۱۰ څخه تر ۱۶ پورې ادارې کار کوي خو بیا هم په دغه هېواد کې اداري درغلي او فساد يوه جدي ننګونه ده او پروړاندې يې باید جدي مبارزه وشي.

د اسیا پېسفیک لپاره د شفافیت نړیوال سازمان مشر سریرک پلیپټ په سېشنبېپه کابل کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، له ۵۰ هغو سپارښتونو چې دوی د افغانستان حکومت ته سپارلې وې يو شمېر یې په ډېره ښه توګه عملي شوي او هیله لري چې نورې یې هم عملي شي.

پلیپټ وايي، له افغانستان سره د کېدونکیو مرستو پیسې لا د درغلۍ ښکار کېږي او په دې برخه کې ډېرو اصلاحاتو ته اړتیا ده.

دی وايي:

"په اوسني وخت کې لېدل کېږي چې د پیسو یوه لویه برخه د غلا غدیو او غبن ښکار کېږي په هرو اتو ډالرو کې يو یې غلا کېږي. له اداري فساد سره د مبارزې لپاره جدي اصلاحاتو ته اړتیا ليدل کېږي، له درغلۍ سره مبارزه په ټولو هېوادونو کې دوامداره کار ته اړتیا لري."

پلیپټ وايي، دوی افغان حکومت او نړېوالې ټولنې ته وړانديز کوي چې حکومتي بنسټونه پیاوړيکړي چې د نړيوالو مرستو د غلا او غبنه مخه ونیسي.

د شفافیت نړېوال سازمان له ۲۰۰۱ میلادی کال راهیسې د افغانستان په دولتي ادارو کې د شفافیت او حساب ورکولو په هدف کار کوي.

دغه سازمان چې د نړۍ په ۱۰۰ هېوادونو کې څانګې لري، هدف يې خلکو ته له درغلۍ پاک چاپیریال رامنځته کول دي.

د شفافیت نړېوال سازمان د معلوماتو له مخې اداري فساد په افغانستان کې د جنګ میدان تود ساتلی او د نړیوالې ټولنې د اربونو ډالرو مؤثریت يې اغېزمن کړی.

خو د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په هېواد کې د فساد د له‎منځه وړلو لپاره قوي اراده شته او په دې برخه کې عملي ګامونه هم اخېستل شوي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري

"فساد يو داسې پدیده ده چې ټول ملت ورڅخه رنځ وړي، افغان حکومت د فساد سره مبارزې لپاره ټینګ هوډ لري او په دې برخه کې عملي ګامونه هم اخېستل شوي دي. عدلي او قضايي مرکز جوړ شوی او هغه ټولې ادارې چې په دې برخه کې کار کوي له دوی سره لازمه همغږي لري، موږ له خلکو هم غوښتنه کوو چې د فساد سره د مبارزې په برخه کې له حکومت سره همکاري وکړي."

افغانستان کې د نوي حکومت تر جوړېدو او دغلته د بهرنیو ځواکونو له ۱۵ کلن حضور سره- سره بیا هم د دغه هېواد خلک شکایت کوي چې پرته له رشوته د دوی چارې په دولتي ادارو کې مخته نه‎ځي.

په افغانستان کې له قانونه تېښته د مافیایي کړیو فعالیت او د سزا او جزا فرهنګ نشتوالی هغه څه دي چې د خلکو له نظره د فساد پراخېدو ته یې لاره هواره کړې ده خو له درغلیو سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت وروستیو اقداماتو خلک یوڅه هیله من کړي دي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG