د لاسرسي ځای

پېښور کې د ملېشه ځواک پر ګاډي برید درې سرتېري وژلي


پېښور: د ملېشه ځواک پر ګاډي د سړکغاړې بم چاودېدلی. ۲۲نومبر ۲۰۱۶

پېښور: د ملېشه ځواک پر ګاډي د سړکغاړې بم چاودېدلی. ۲۲نومبر ۲۰۱۶

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د پاکستان ملېشه ځواک پر یو موټر بمي چاودنې درې سرتېري وژلي او د یوه لاروي په ګډون شپږ نور ژوبل دي.

د پېښور امنیتي چاراکیو په خبره، د ملېشه ځواک پر موټر بمي برید د سېشنبې په ورځ د ښار په "بشیر اباد" سیمه کې شوی دی.

د پېښور پولیسو یوه چارواکي ایس. ایس. پي اپرېشنز سجاد خان د پېښې په ځای کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د ملېشه ځواک پر موټر د سړکغاړې بم چاودنه شوې.

د پېښور د لېډي ریډینګ روغتون ویاند ذوالفقا باباخېل مشال راډیو ته وویل چې روغتون ته یې شپږ ټپیان وروړل شوي چې پکې دوه یې سخت ژوبل دي.

په پېښور کې د بمونو ناکاره کولو ادارې چارواکي وايي، په دغه برید کې لږ تر لږه یو کیلو باروت کارول شوي ول.

امنیتي او روغتیايي چارواکي تر پېښې وروسته د پېښې ځای ته رسېدلي، د پېښې په اړه یې تحقیقات پیل کړي او تلاشي عملیات یې هم کړي دي.

په پېښور کې د ملېشه ځواک د سرتېرو پر موټر دا بمي چاودنه تر هغې وروسته شوې چې د امنیتي چارواکو تېره ورځ په یاد ښار کې د امام حسین د څلویښتۍ په مناسبت سخت امنیتي اقدامات کړي و او د بازارونو په بندولو سربېره یې په پېښور کې ټلیفون سروس هم غېر فعاله کړی و.

په پېښور کې په دا وروستیو کې پر پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو بریدونه او د هغوی هدفي وژنې یو ځل بیا ډېرې شوي او ویل کېږي چې په بشیر اباد کې تر دې مخکې هم پر ملېشه ځواکونو بریدونه شوي چې هغوی ته پکې مرګژوبله هم اوښتې ده.

د دغه برید ذمه واري د جماعت الاحرار نومې یوې وسله والې ډلې منلې ده.

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG