د لاسرسي ځای

پېښور: پر ملېشا ځواکونو برید درې عسکر وژلي


د مشال ریډیو له ارشیفه اخستل شوی انځور

د مشال ریډیو له ارشیفه اخستل شوی انځور

د خيبر پښتونخوا په lمرکز پېښور کې د ايف سي پر ګادي بريد شوی چې پکې درې کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د پېښور ايس ايس پي اپرېشنز سجاد خان رسنيو ته ويلي، بريد د سېشنبې پر سهار د بشیر اباد په سيمه کې شوی دی.

نوموړي زياته کړه، پلټنې روانې دي چې وګوري ايا دا لاسي بمي بريد وو او که هلته وار له مخه د سړکغاړې بم ښخ کړل شوی وو.؟

يو زخمي عسکر مشال راډیو ته وويل، دوی د باچا خان مرکز پر لور روان ول چې حمله پرې وشوه.

د لېډي ريډینګ روغتون وياند ذوالفقار باباخېل مشال راډیو ته وويل، دوی ته درې مړي او شپږ ټپيان ورـوړل شوي دي.

وژل شوي د ملېشا ځواکونو عسکر او په ټپيانو کې يو عادي کس دی.

ده زياته کړه د دوو ټپيانو حالت مرګونۍ دی.

XS
SM
MD
LG