د لاسرسي ځای

راپورونه وايي نن(سېشنبه) سهار د مومندو په ساپو سیمه کې چاودنه کې د خاصه دار ځواک یو سرتیری ژوبل شوی دی.

زخمي شوی سرتېری د ناوګۍ روغتون ته د درملنې لپاره رسول شوی دی.

د دوشنبې په ماښام د پاکستان امنیتي سرتیرو په قندارو سیمه کې د عملیاتو پر مهال درې وسله وال وژل شوي خو دا نه دي ویل شوي چې دغه وسله وال د کومې ډلې پورې تړاو لري.

په سیمه کې حکومتي چارواکو د دواړو پېښو پخلی کړی دی. هلته امنیتي ځواکونو یوه اونۍ وړاندې په خزینه سیمه کې د تالاشۍ د عملیاتو پرمهال د نیولو شویو ۵۶ کسانو څخه ځینې يې نن پریښي او د ځینو نورو نه بیا پلټنې داوم لري.

XS
SM
MD
LG