د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرتاج عزیز: د ۲۰۱۸م کال په ټاکنو کې قبایلي استازو ته حق ورکوو


د پاکستان د وزیراعظم بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د دوشنبې په ورځ وویل چې د ۲۰۱۸ کال په ټولټاکنو کې باید د قبایلي سیمو خلکو ته دا حق ورکړل شي چې د صوبايي اسمبلۍ لپاره دې خپل استازي وټاکي.

د پاکستان سرکاري خبري اژانس ایسوسي ایټډ پریس پریس اف پاکستان نن(سېشنبه) خبر خپور کړی چې سرتاج عزیز د دوشبنې په ورځ د فاټا اصلاحاتو په اړوند د بحث پر مهال وویل د کمیټۍ غړي تر ډېره په دې خبره متفق شوي چې قبایلي سیمې دې په خیبر پښتونخوا صوبه کې شاملې کړل شي، خو یوازې په دې خبره بحث کیږي چې دا بهیر دې په څومره وخت کې مکمله شي.

نوموړی وايي د فاټا خلک که د ۲۰۱۸ م په ټول ټاکنو کې د صوبايي اسمبلۍ لپاره خپل استازي ونه ټاکي، نو دا بهیر به د نورو پنځو کلونو لپاره وځنډیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG