د لاسرسي ځای

تازه خبر

'اسلامي نظریاتي کونسل کې دې د ښځو ونډه سېوا کړل شي'


د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل کې د ښځو شمېر سېوا کولو لپاره پاکستان پیپلز پارټۍ په سېنېټ (مشرانو جرګه) کې یو قرارداد وړاندی کړی دی.

د دغه ګوند په خبره اسلامي نظریاتی کونسل چې په مختلیفو معاملو پارلېمان ته تجویزونه ورکوي، نو ښځې د دې هېواد د ولس نیمایي برخه جوړوي پکار ده چې مناسب استازیتوب ورکړل شي.

د پاکستان پیپلز ګوند سېنټرې سحر کامران له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د ښځو پر مسلو داسلامی نظریاتي کونسل توپیري او امتیازي رپورټونه مخې ته راځي.

د سېنېټرې سحر کامران په اند یو داسې کونسل چې د قوانینو تشریح کوي او د اسلامي روایاتو مطابق یې جوړوي نو په دې کې د ښځو شمېر د آبادۍ مطابق کول پکار دي.

"مختلفې داسې معاملې دي چې په هغه کې زه دا ګڼم چې د ښځو په دا کونسل کې موجودګي ضروري ده. اسلام هغه مذهب دی او چې د پاکستان کوم اين دی هغه هم د جنس له توپیره ټولو وګړیو ته د برابرې حقوق ورکوي. که موږ خپل آین ته وګورو او که د ولسي وګړو د حقونو خبره وکړو نو بیا به هم زه وایم چې په هره آیني اداره کې د هغوی نمایندګي دې د هغوی آبادۍ شرحې مطابق وي."

د پاکستان د آین د ۲۲۸ شک مطابق چې د ملک ولسمشر به دا خبره یقیني کوي چې په اسلامي نظریاتي کونسل کې لږ تر لږهیوه ښځه د ملک د ښځو نمایندګۍ لپاره موجوده وي.

د اسلامي نظریاتي کونسل یواځینۍ ښځينه غړې ډاکټره سمعیه راحيل وایي د ښځو شمېر سېوا کولو خبره وړمبې دې اوچته کړې وه چې ښځو ته د دې د ابادۍ مطابق نمایندګي ورکړل شي.

د دې په وینا د ښځو شمېر سېوا کول ځکه ضروري دې چې په دومره ډېرو نارینه و کې د یوې ښځې اواز څوک نه اوري.

ډاکټره سمیعه راحیل په وینا چې تراوسه د کونسل چېرمېن لخوا څه جواب نه دی ورکړل شوی.

"ما په دې لړ کې د کونسل چېرمېن مولانا شېرانی ته لیکل درخواست هم ورکړی او ورته مې خپله هم ویلي، د یوې ښځې څه ضرورت دی چې زه یواځې ناسته یم؟ زه وایم چې یا خو دې کونسل کې د ښځو نمایندګي ختمه کړي او د نارینه و او علماو نمایندګي دې وساتي، موږ خو هسې هم خادمان یو چې هغې زموږ لپاره څه وایي، هغه موږ ته قبوله دهاو یا که د ښځو کارکردګي سېوا کول غواړي نو په کونسل کې به هم ورته نمایندګي سېوا کول وي او د کونسل په دفتري ماحول کې د ښځو کاردګي زیاتول او هغوی ته به مناسب ماحول هم ورکول وي. دا خواست زه وزیراعظم ته هم کوم او ولسمشر ته هم."

آغلې سمعیه راحیل له کونسله دا ګله هم وکړه چې په کونسل کې دې د ښځینه کارکونکیو لپاره د ناستې ځای ځانګړی کړي.

مشال راډیو په دې باب د اسلامي نظریاتي کونسل له چېرمېن او نورو چارواکیو سره د رابطو هڅه وکړه خو و نه شوه.

XS
SM
MD
LG