د ننګرهار سیمهییز چارواکي وایي، د ولایت اچین ولسوالۍ په مومندرې سیمه کې دوه داعش وسلهوال چې د پاکستان اوسېدونکي دي وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی ازادي راډیو ته وایي چې یاد وسلهوال بېګا شپه د نړیوالو ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوي دي.
خوږیاڼي همدارنګه زیاته کړه چې د یاد ولایت د چپرهار ولسوالۍ په ترکو سیمه کې بیا د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال درې وسلهوال طالبان هم وژل شوي دي.
تر دا مهاله یادو وسلهوالو ډلو په دې اړه څه نهدي ویلي.