د لاسرسي ځای

نورستان: له وسله والو سره د افغان سربازانو نښته دوام لري


د نورستان کامدېش پولیس سربازان

د نورستان کامدېش پولیس سربازان

د نورستان والي وايي، په دواب ولسوالۍ کې د وسله والو او افغان ځواکونو جګړه لاهم دوام لري.

حافظ عبدالقیوم په یکشنبه مشال راډیو ته وویل چې وسله وال پر دواب ولسوالۍ د پرونۍ حملې په دوام له ماتې وروسته لیرې پرتو غرونو ته په شا شوي دي.

خو د ده په خبره وسله وال وس هم د ولسوالۍ په ځینو شاوخوا غرونو کې موجود دي.

د نورستان والي په جګړه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو د نقصاناتو په اړه څه ونه ویل.

د نورستان سیمه ایز چارواکي وايي چې تیره ورځ سهار وختي تر ۴۰۰ پورې وسله والو د دوآب ولسوالۍ پر مرکز حمله وکړه خو افغان ځواکونو یې په وړاندې کلک مقاومت وکړ.

XS
SM
MD
LG