د لاسرسي ځای

تازه خبر

مومندو کې د لېویز دوه سرتېري وژل شوی


د مومندو په ساپو سیمه کې په یوه وسله وال برید کې د لېویز ځواکونو دوه سرتېري وژل شوي دي.

د سرکاري انتظامیې په وینا، پر موټرسایکا سورو وسله والو پر لېویز سرېترو هله برید وکړ چې هغوی بېګا ماسخوتن د زیارت غره امنیت ساتلو. چارواکي وايي، سرتېري روغتون رسول شوي ول خو د زیاتو ټپونو له کبله یې ساه ورکړه. د پېښې پړه لا چا نه ده منلې.

یاده دې وي چی یوڅو ورځې وړاندې هم د ساپو تحصیل په خرینه سیمه کې د امنیتي لښکریانو پخوانی غړی ملک درا خان هم په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی وو.

بلخوا د مومندو ايجنسۍ ساپو مشران وايي چې پولېټېکل چارواکو يې په اجتماعي زمه وارۍ کې د کاڼو غرونه بند کړي او دوی یې له سختو مالي ستونزو سره مخامخ کړي دي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د يادې سيمې يو مشر رسول خان وويل چې د ساپو قبیلې د زیارت او خانکاه کاڼو غرونو بندېدو له وجې د زرګونه خلکو روزګارونه په ټپه دريدلي.

دغه غرونه چې مرمرکاڼي ترې پېښور، لاهور او د ملک نورو برخو ته وړل کېږي، پولیټیکل چارواکي وایي ځکه يې بند کړی چې د سيمې خلک يې په امنيت ټينګ ساتلو کې پاته راغلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG