د لاسرسي ځای

پراګ - د خېبرپښتونخوا حکومت په پام کې لري چې په نيږدې راتلونکي کې يوه کلتور پاليسي جوړه او عملي کړي.

د همدې هدف لپاره د صوبې د کلتور محکمې د ملګرو ملتونو د تعليم، ساينس او کلتور ادارې (يونيسکو) په مرسته په دې وروستيو کې په پېښور کې يوه غونډه وکړه، چې ورته د چارو شنونکي او هنرمندان هم وربلل شوي ول.

په غونډه کې د يو شمېر نورو موضوعاتو تر څنګ د پښتنو هنرمندانو پر دې ستونزه هم خبرې وشوې چې وايي، هنر ته يې قانوني تحفظ نه ورکول کيږي.

په تېره، پښتانه سندرغاړي له يوې مودې راهيسې له دې امله شکايت کوي چې له سندرو يې عام خلک او هم حکومتي او غير حکومتي خپرندويه ادارې په ناقانونه توګه استفاده کوي.

له کیڼ اړخه: ګلزار عالم، اکبر هوتي او د غونډې بل ګډونوال

له کیڼ اړخه: ګلزار عالم، اکبر هوتي او د غونډې بل ګډونوال

پر دې سربېره، د پښتو موسيقۍ اوريدونکي، پر ځای د دې چې د خپلې خوښې سندرې له مارکيټ څخه په پيسو تر لاسه کړي، له انټرنيټه يې په وړيا توګه ډاونلوډ کوي.

پر دې خبره وشوه چې په نورو هېوادونو کې د هنرمندانو کاپي رايټس خوندي وي، حتی که د يوه هنرمند له مړيني وروسته هم کومه اداره يا شرکت د هغه سندره خپروي، نو اولادو ته يې پيسې ورکوي.

سندرغاړی ګلزار عالم، چې د کلتور محکمې د پېښور غونډې له ګډونوالو څخه و، وايي د يونيسکو چارواکي د دې خبرې په اورېدو ډېر حيرانه شول چې د سيمې سندرغاړي د خپلو سندرو له قانوني حقونو بې برخې دي.

((پر دې خبره وشوه چې په نورو هېوادونو کې د هنرمندانو کاپي رايټس خوندي وي، حتی که د يوه هنرمند له مړيني وروسته هم کومه اداره يا شرکت د هغه سندره خپروي، نو اولادو ته يې پيسې ورکوي. ما غونډې ته وويل چې د دې مثال داسې دی لکه يو څوک يوه وداني جوړه کړي او بل چا ته يې په کرايه ورکړي. که هغه کس مړ هم شي، خو د جايداد کرايه يې بچيو ته ځي. نو زما ټوله شتمني زما موسيقي او زما غږ دی. ما ته یې زما په ژوند، هېڅ مالي ګټه نه رارسي. زما د دې خبرې په اورېدو د يونيسکو چارواکي زښت زيات حيرانه شول، چې ګنې پښتانه هنرمندان د خپلو سندرو له قانوني حقونو بې برخې دي.))

ایا د چاپي حقونو خوندیتوب قانون شته؟

خو د خېبرپښتونخوا په کلتور محکمه کې د ژبو او ادبياتو له څانګې سره د يوه سلاکار په توګه کارکوونکی اکبر هوتي وايي، په پاکستان کې د کاپي رايټس په هکله يو صدارتي فرمان يا ارډيننس شته او هنرمندان کولای شي ګټې ترې پورته کړي.

خو د ده په خبره، ډېری پښتانه هنرمندان چون بې سواده دي، نو ځکه د خپل حق تپوس نه شي کولی.

هوتي زياتوي، د پېښور په دوه ورځني کنفرانس کې د کاپي رايټس يا د چاپ او خپراوي حقونو پر موضوع خبرې وشوې.

((په پاکستان کې په ۱۹۶۲ م کال کې د کاپي رايټس په هکله يو ارډيننس پاس شوی و، چې تر هغې وروسته پرې کار نه دی شوی. دغه ارډيننس لا هم شتون لري، خو له بده مرغه زموږ اکثره هنرمندان بې سواده او له عصري قوانينو ناخبره دي. موږ چې به کومه کلتوري پاليسي جوړوو، په هغې کې د کاپي رايټس موضوع هم ياده شوې، چې موږ به د خپلو هنرمندانو او د هغوی د هنرونو د حفاظت خبره څنګه يقيني کوو؟ ښکاره ده چې په پاليسۍ کې به د سنسر بورډ او کاپي رايټس په څېر موضوعاتو ته ځای ورکول کيږي.))

ګلزار عالم وايي، د خېبرپښتونخوا حکومت د دې ګام ستاينه کوي چې د کلتور پاليسۍ جوړولو په کار کې يې د سيمې هنرمندان او د نظر خاوندان له ځان سره ملګري کړي.

دی هېله من دی چې حکومت به دغه پروسه په جديت سره مخ ته يوسي.

((موږ به حکومت ته نور وړانديزونه هم په ليکلې بڼه ورکوو، چې په رڼا کې به يې کلتوري پاليسي جوړيږي، نو زه فکر کوم چې دا يو ښه ګام دی. که موږ هنرمندان وخت په وخت حکومت سره په رابطه کې واوسو او د کلتور پاليسۍ جوړولو دغه ژمنه ورته يادوو، نو زه هيله من يم چې دغه کار به اخر هم وشي.))

موږ د مدني ټولنې له استازيو غواړو چې د کلتور پاليسۍ جوړولو په کار کې مو ملګري واوسي.

د خېبرپښتونخوا په کلتور محکمه کې د ژبو او ادبياتو څانګې سلاکار اکبر هوتي، د حکومت په استازيتوب مشال راډيو ته وويل چې د يوې غښتلې کلتور پاليسۍ چارې به د روان کال تر پايه پورې بشپړې شي.

((تر دې دوه ورځنۍ غونډې وروسته به موږ بيا هم د مدني ټولنې له استازيو غواړو چې د کلتور پاليسۍ جوړولو په کار کې مو ملګري واوسي. موږ به د پاليسۍ پر فاينل ډرافټ بيا هم د خپلو دغو ملګرو سلا مشورې اخلو، او تر هغې وروسته به يې قانون ساز ادارې ته ليږو، چې د ولس استازي بحث پرې وکړي او د قانون برخه يې جوړه کړي. دا کارونه به نو اميد دی د روان کال تر پايه بشپړ شي.))

د سيمې هنرمندان د خېبرپښتونخوا له حکومته د يوې داسې کلتور پاليسۍ مخ ته راوړلو هيله کوي چې په ترڅ کې يې د دوی حقونه خوندي او هنرونه يې د پرمختګ پر لور رهي شي.

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG