د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکتر خان تحریک د پښتنو یووالي ته کار کوي


د مشال مرکه خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

د دې اوونۍ په مشال مرکه کې د ډاکټر خان تحریک مشر ډاکټر خان زموږ مېلمه دی.

دا غورځنګ له یوې اوږدې مودې راهيسې د پښتو ژبې او پښتنو حقونو لپاره مبارزه کوي او وخت ناوخته د لاريونونو، ټولنيزو رسنېو او سيمنارونو له لارې نړۍ ته د پښتنو غږ د رسولو هڅه کوي.

ډاکټر خان وايي که څه هم اعلا زده کړې یې کړي او يو څېړنيز مرکز يې هم درلودو خو له خپلو پښتنو سره بې کچې مينې دې ته مجبوره کړو چې پر خپل نوم يو تحريک پېل کړي.

نوموړی وايي د پښتنو خراب ژوند، يوبل وژنې، پر يو بل ملنډو او داسې د نورو ناخوالو او ستونزو مخنيوي نوم ډاکټر خان تحريک دی.

د ډاکټر خان ټوله مرکه د لته د غږ په ځای کې اورېدای شئ:

د پښتنو تقسيم په تحريک شورو کولو مجبوره کړو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:20:53 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG