د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي يمن کې د ۴۸ ساعتونو اور بند اعلان کړ


د سعودي په مشرۍ کې نړيوال ائتلاف په يمن کې تېره شپه د ۴۸ ساعتونو اور بند اعلان کړ.

په روان کال کې دا درېيم اور بند دی چې اعلان شوی. د سعودي سرکاري خبري اژانس وايي د اور بند نېټه په هغه صورت کې غځېدای شي چې حوثي ياغيان تر خپل کنټرول لاندې سيمو کې د ولسي مرستو رسولو اجازه ورکړي.

نړيوال ائتلاف د ۲۰۱۵م کال له مارچ میاشتې راهيسې په يمن کې د ايران پلوه حوثي ياغيانو پرضد عمليات پېل کړي دي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په دې جګړه کې تر لسو زرو زيات کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG