د عراق په موصل ښار کې حکومتي ځواکونه د داعش وسله والې ډلې لخوا له سخت مزاحمت سره مخ دي.
عراقي ځواکونو ته د امريکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو د هوايې بمبارۍ مرسته هم ترلاسه ده.
د عراق ځانګړو ځواکونو يو مشر مېجر جنرال سامي الاريدي پرون وويل چې د اسلامي دولت وسلوال د موصل ښار په ختيځ کې د هدفي عملياتو ترڅنګ په لاسي بمونو او مارټر ګولېو بريدونه کوي.
د موصل په جنوب کې حکومتي ملاتړو شیعه ملېشو د جمعې پر ورځ د يوې پوځي اډي کنټرول بيا ترلاسه کړی دی.
د شیعه ملېشو يو ویاند جعفر الحسېني وويل چې په نښتو کې هوايي اډه تقريبا تباه شوې ده خو دغه ځای د ځواکونو د تګ راتګ لپاره مهم دی.
اسلامي دولت وسله والي ډلې په ۲۰۰۴م کال کې د موصل ښار کنټرول ترلاسه کړی و چې د بېرته نيوو لپاره يې د اکتوبر په ۱۷ مه عراقي ځواکونو د امريکا په مرسته پراخ عمليات پېل کړل.