د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکي وايي په ننګرهار کې د داعش مهم قومندان وژل شوی


یوه ډرون الوتکه د جلال اباد په هوايي ډګر د کوزېدو پر مهال
یوه ډرون الوتکه د جلال اباد په هوايي ډګر د کوزېدو پر مهال

د ننګرهار ولايت چارواکي د بې پیلوټه امريکايي الوتکې په بريد کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې د يو مهم قومندان د وژل کيدو دعوه کوي.

د ننګرهار ولايت د والي وياند د خالي په ورځ وويل چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې مهم قومندان ملا بزرګ سره د نورو ۷ وسلوالو وژل شوی دی.عطا الله خوګياني وويل چې دا بريد د کوټ ولسوالې په لغړجو علاقه کې شوی دی.

نوموړي زياته کړه چې له دغو وسلوالو يو شمير وسلې او بارودي مواد نيول شوي او تباه کړل شوي دی. بلخوا د افغانستان دفاع وزارت هم د ملا بزرګ وژنه تائيد کړې ده.

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د اسلامي دولت وسلواله ډله له تېرو دوو کلونو راهیسې فعاله ده او د ځینو ولسوالیو کنټرول یې په خپل لاس کې اخیستی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG