د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې څلور امنیتي سرتېري وژل شوي


کوټه - د بلوچستان په مرکز کوټه کې د درو پوله ساتونکو په ګډون څلور امنيتي سرتېري په ډزو وژل شوي چې ذمه واري يې وسله والې ډلې لشکر جنګوي العالميه منلې.

د نومبر ۱۹مې ماښام تر پېښې وروسته، حکومت په کوټه کې امنیتي اقدامات کړي دي.

پېښه د کوټې پر فاطمه جناح سړک داسې شوې چې لومړی وسله والو د ټریفېک پولیسو سرتېری په ډزو ژوبل کړ. تر دې وروسته چې د پېښې ځای ته سرحدي سرتېري ورسېدل نو وسله والو پر هغوی هم ډزې وکړې چې پکې درې سرتېري او یو لاروی ژوبل شول.

څلور واړه سېوېل اسپتال ته ورسول شول چې وروسته امنیتي سرتېري مړه شول.

ډاکترانو مشال راډيو ته ويلي چې د لاروي ژوند له خطره بهر دی.

د شنبې یا خالي پر شپه ناوخته د بلوچستان د پولیسو مرستیال مشر عبدالرزاق چیمه خبریالانو ته وویل چې دغه بريدونه څلور موټرسايکل سپرو وسله والو کړي چې په تېښته بريالي شول. نوموړی وايي دا هدفي بريدونه ول.

د بلوچستان اعلا وزیر ثنا الله زهري په کوټه کې پر امنیتی سرتېرو د برید غندنه کړې او پولیسو ته يې امر کړی چې بريد کوونکي ژر تر ژره ونیسي.

په بلوچستان اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر مولانا عبدالواسع د يو بيان له لارې د دغه پېښې غندنه کړې او تور یې پورې کړی چې حکومت د ولس په ساتنه کې پاتې راغلی.

په بلوچستان کې سږ کال کې د ترهګرۍ په پېښو کې تر اوسه د وژل شویو کسانو شمېر ۲۸۰ ته رسېدلی دی چې ۱۵۵ پولیس او لیویز سرتېري پکې شامل دي.

دغه ډول د شاه نوراني مزار په ګډون په وروستیو درو ځانمرګیو پریدونو کې ۱۸۸ کسان وژل شوي او تر ۳۰۰ څخه زیات ټپیان شوي دي.

له سرکاري شمېر سره سم، په تېرو ۱۰ میاشتو کې د کوټې په ګډون د صوبې په بېلا بېلو برخو کې د ترهګرۍ ۱۴۵ پېښې شوې دي.

XS
SM
MD
LG