د لاسرسي ځای

عالم زیب خان: د افغانستان سفر مو ډېر ګټور وو


عالم زیب خان

عالم زیب خان

د پاک افغان پیپلز فورم مشر عالمزیب خان وايي ــــ په دې سفر کې يي د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د مدني ټولنو د غړیو ، لیکوالانو او قامي مشرانو سره ملاقاتونه وکړل.

پراګ: تیره اونۍ د پاک افغان پیپلز فورم په مشرۍ د کارپوهانو او مدني ټولنو د غړیو یو پلاوي جلال اباد او کابل ته سفر وکړ او هلته يي د افغانستان له ولسي او سیاسي مشرانو سره د کرښې دواړو اړخونو پر ستونزو بحثونه وکړل.

د پاک افغان پیپلز فورم مشر عالمزیب خان وايي ــــ په دې سفر کې يي د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د مدني ټولنو د غړیو ، لیکوالانو او قامي مشرانو سره ملاقاتونه وکړل.

علم زیب خان زیاتوي چې د دواړو هیوادونو د ولسونو یو بل ته د رانیزدې کولو لپاره يي ځېني کمیټۍ هم جوړې کړې دي.

ده وویل ،د رسنیو ، تعلیم او مدني ټولنو په ډګر کې مو کمېټۍ جوړې کړې او له دواړو غاړو مو پکې کسان واخیستل.

د پلان جوړونې لپاره مو د پوهانو یو جرګه جوړه کړه چې اووه کسان پکې د پاکستان او اووه د افغانستان له خوا شامل دي.

په افغانستان کې د پاک افغان ولسي تړون یو مشر اکبرجان فولاد وايي د دواړو ریاستونو تر مینځ سیاستونو او بهرني مداخلت د کرښې دواړه خواو ولسونو ته ډیر تاوان رسولی دی.

اکبر جان فولاد وویل ،اوس وخت راغلی دی چې دا ولسونه د امن او پرمختګ لپاره له یو بل سره خبرو اترو او جرګو ته کښېني.

د سیاسي او ولسي چارو پوه او د دې پلاوي یو غړی ډاکټر شاه جهان خان وايي ، د دواړو حکومتونو تر مینځ پر یو شمیر معاملو اختلاف شته خو که دواړه هیوادونه د اقتصاد د ودې لپاره کار ته ملا وتړي نو اړیکې به هم ښه شي.

ډاکټر شاه جهان خان وايي ، د خلکو د ژوند ښه کیدو سره به د سیاسي ستونزو د هواري لارې هم را ووځي.

نوموړي وویل ، په یورپ مې ملتونو له یو بل سره خونړۍ جګړې کړې دي. نړیوالې جګړې هم له هغه ځایه پیل شوې وې خو چې خبره د اقتصاد شوه نو نن یوه کرنسۍ او یو سفري اسناد لري.

په کابل او جلال اباد کې شوو غونډو کې دا پریکړه هم وشوه چې راتلونکو څو میاشتو کې به د لوبو د یوې میلې په ګډون د نوموړي ولسي شاعر ملنګ جان پر قبر یوه قامي مشاعره کېږي.

د دوی په وینا ، هم داسې به په سوات کې د افغان کلتور د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه میله کیږي چې پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم پکې د ګډون ژمنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG