د لاسرسي ځای

" د افغانستان د اداري فساد په اړه راپور وړاندې کوو"


ټاکل شوې ده چې د شفافیت نړیوال سازمان د راتلونکې سېشنبې په ورځپه افغانستان کې د اداري فساد په اړه خپل نوی راپور وړاندې کړي.

د دې سازمان د افغانستان د څانګې مطبوعاتي مسول وحید الله عزیزي د جمعې په شپه مشال راډیو ته وویل ،په دې راپور کې د فساد پر ضد د افغان حکومت د مبارزې څرنګوالی او دا چې تر اوسه دا مبارزه څومره اغیزمنه ده،معلومات شامل دي.

وحید الله عزیزي ویلي، د شفافیت نړیوال سازمان افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ته په افغانستان کې د فساد پر ضد د اغیزمنې مبارزې لپاره یو لړ سپارښتنې هم لري.

د شفافیت نړیوال سازمان ټنیګار کوي چې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د ۱۵ اعشاریه دوه اربه ډالرو مرسته باید پر ځای مصرف او د فساد ښکار نشي.

XS
SM
MD
LG