د لاسرسي ځای

شکېب مستغني: په اسیا زړه کنفرانس کې لاسته راوړنې او خنډونه څېړو


 شکیب مستغنی

شکیب مستغنی

نوموړي وویل چې دا کنفرانس د دسمبر په څلورمه جوړیږي او پکي به د افغانستان په ګډون د بیلابیلو هېوادونو استازي ګډون کوي.

کابل: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي ټاکل شوې چې د اسیا زړه کنفرانس کې به پر لاسته راوړنو او پرتو خنډونو خبرې وشي.

د دې وزارت ویاند شکیب مستغني د شنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل چې دا به د اسیا زړهکنفرانس شپږمه غونډه وي.

شکیب مستغني وویل ، هغه څه چې په مشخص ډول به پدې کنفرانس کې پرې بحث وشي هغه د دغې پروسیې لاسته راوړنې او په مخ کې پراته خنډونه دي او همدارنګه له دغو ستونزو د راوتلو په مسلې به خبرې اترې وشي.

نوموړي وویل چې دا کنفرانس د دسمبر په څلورمه جوړیږي او پکي به د افغانستان په ګډون د بیلابیلو هېوادونو استازي ګډون کوي.

د پاکستاني وزیراعظم نواز شریف د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیزد تېرې سېشنبې په ورځ وویل چې دی به په هند کې په کېدونکي دې کنفرانس کې برخه اخلي.

سرتاج عزیز ویلي چې دوی د افغانستان په اړه د اسیا زړه نومي کنفرانس کې ځکه ګډون کوي چې افغانستان یې لومړیتوب دی.

سرتاج عزیز ویلي دوی به د دې کنفرانس په څنډه کې له هندي چارواکو سره لیدو لیدو کتو په اړه پرېکړه له هغه وروسته کوي چې هند ورڅخه غوښتنه وکړي.

XS
SM
MD
LG