د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ترک استادان اېستل نړيوالو ادارو ته ناوړه پیغام دی"


د اګست په مياشت کې د ترکي د بهرنيو چارو وزير مولت چاوس اوغلو د اسلام اباد سفر وکړ او له چارواکو يې د فتح الله ګلن تر انتظام لاندې چلېدونکو ښوونځيو کې د ترکي د استادانو د اېستلو غوښتنه وکړه.

پاک-ترک سکولونه شبکې د ترکي د جلاوطنه ديني عالم فتح الله ګلن تر انتظام لاندې خپل لومړۍ ښوونځۍ شاوخوا ۲۱ کاله مخکې جوړه کړی وو چې دا وخت په بېلا بېلو ښارونو کې ۲۸ سکولونه لري.

په ښوونځیو کې تر سل زيات استادان ترکيان دي. خو په ترکي کې د روان کال په جولايی مياشت کې د ولسمشر رجب طيب اردغان پر ضد ناکامې پوځي کودتا دوی هم له مشکلاتو سره مخامخ کړل.

رجب طيب ارغان د کودتا تور پر فتح الله ګلن پورې کړ خو هغه دا تور ردوي.

له دې وروسته د ترکي حکومت نه يوازي په هېواد کې دننه بلکې دباندي يې هم د فتح الله ګلن د ادارو پر ضد اقدامات پیل کړل.

په پاک ترک سکولونو کې تر سل زيات استادان ترکيان دي. خو په ترکي کې د روان کال په جولايی مياشت کې د ولسمشر رجب طيب اردغان پر ضد ناکامې پوځي کودتا دوی هم له مشکلاتو سره مخامخ کړل.

د اګست په مياشت کې د ترکي د بهرنيو چارو وزير مولت چاوس اوغلو د اسلام اباد سفر وکړ او له چارواکو يې د فتح الله ګلن تر انتظام لاندې چلېدونکو ښوونځيو کې د ترکي د استادانو د اېستلو غوښتنه وکړه.

که څه هم حکومت هغه وخت سمدستي اقدام و نکړ خو څو ورځې مخکې د کورنيو چارو وزارت ناڅاپه د ترکي د استادانو ويزې منسوخې او دوی ته يې د نومبر تر ۲۰ م له هېواده د وتلو امر وکړ.

دا په داسې حال کې وه چې د سېشنبې به ورځ به د ترکي ولسمشر د پاکستان په سفر اسلام اباد ته رسېدلی.

د حکومتي اقدام پرضد استادانو، مدني تولنو او زدکوونکو احتجاج وکړ او غوښتنه يې وکړه چې حکومت دې د ترکي استادان له هېواده نه اوباسي.

پاکستان ته پکار وه چې د رجب طيب اردغان تر فشار لاندې نه وايه راغلی. ډاکټر هود بهايي

د پاکستان يو وتلی ساينس پوه ، ليکوال او مدني فعال ډاکټر هود بهايي د حکومت پر دې اقدام نيوکه کوي.

دده په وينا داسې ښکاري چې د پاکستان حکومت نه غوښتل استادان او باسي خو ښايې دې ته مجبوره کړل شو .

نوموړي زياتوي، رجب طيب اردغان بې له ثبوته ددې استادانو د اېستلو اصرار وکړ.

هود بهايي وايي، پاکستان ته پکار وه چې د رجب طيب اردغان تر فشار لاندې نه وايه راغلی.

دی وايي، پاکستانیان پوښتنه راپورته کوي چې ايا دا هېواد د خپل قانون درناوی نه کوي که څنګه؟ ايا دغو استادانو د پاکستان د قانون خلاف ورزي کړې وه؟

رجب طيب اردغان د ناکامې پوځي کودتا تور په فتح الله ګلن پورې کړ.
رجب طيب اردغان د ناکامې پوځي کودتا تور په فتح الله ګلن پورې کړ.

پاکستان چې پکې د تعليم کچه وار له مخه کمه ده او حکومت هڅه کوي چې نور هېوادونه او نړيوالي ادارې و هڅوي د تعليم په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

هم دې ته په پام سره د پېښور پوهنتون د ابلاغياتو څانګې ښوونکی ډاکټر فيض الله جان وايي، دغسې اقدام ښايې نړيوالې ادارو ته پيغام ورکړي چې که دوی هم په پاکستان کې ښوونځي خلاص کړي نو هسې نه يوه ورځ له خپل حکومت سره يې اختلافات پيدا شي او د هغه په وينا اسلام اباد يې پرضد اقدام وکړي.

د پاک-ټرک سکولونو استادان، ماشومان او د هغوي پلاران اوس هم کوششونه کوي چې حکومت دا اقدام بېرته واخلي.

د پېښور پوهنتون پخوانی مشر ډاکټر قبله ایاز وايي

د حکومت ګام ماشومان، استادان او پلاران خپه کړي دي.
د حکومت ګام ماشومان، استادان او پلاران خپه کړي دي.

دده په وينا ددې ګام ګټه يوازې رجب طيب اردغان ته ورسېدله او که پاکستان کوشش کړی وايه نو په سفارتي توګه يې ددې فشار مخه نيولای شوه.

په دې اړه له حکومتي چارواکو او واکمن مسلم ليګ نواز ډلې د قامي اسمبلۍ له غړيو سره د خبرو کولو هڅه کاميابه نشوه.

د چارشنبې په ورځ اسلام اباد هايي کورټ ته د کورنيو چارو وزارت ويزا افسر محمد حفېظ ويلي وو، د ترکي د استادانو ويزې د سپټمبر پر نهمه نېټه ختم شوي وې او دوی يې د غځولو لپاره دجولايي او اګست مياشتو پورې درخواستونه نه وو ورکړي.

XS
SM
MD
LG