د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د ترهګرۍ ضد جهاني مرستو ته اړتیا لري


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفير محمود صیقل
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفير محمود صیقل

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفير ويلي هېواد یې د ترهه ګرو پرضد په مبارزه کې د نړیوالو جدي او دوامدراه مرستې ته اړتیا لري.

سفیر محمود صیقل پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د جنرال اسمبلې په یوه غونډه کې چې د افغانستان د حالاتو په اړه ځانګړې شوې وه وویل چې تروریزم او افراطیت ټول ګواښوي او باید ورسره مبارزه وشي.

"په اوس وخت کې افراطیت او رادیکالیزم زموږ ګډ نړیوال مسایل او اهداف ګواښوي. له افغانستان سره د نړیوال تروریزم پرضد په مبارزه کې د ټولو ګډو او دوامدارو مرستو ته اړتیا ده. موږ هیله من یو چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه د دغه ملاتړ په چوکاټ کې د افغانستان د ستونزو په حل کې خپل رول ادا کړي.''

صیقل همداراز د افغان سولې په باب د روانو هڅو یادونه هم وکړه.

هغه وویل د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې لاسليک شوې موافقه ښايي هغو وسله والو طالبانو ته يو ماډل وي چې غواړي له تاوتريخوالي لاس واخلي او د سولې له بهیر سره ملګري شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG