د لاسرسي ځای

تازه خبر

په دسمبر کې پر افغانستان د روس، چین او پاکستان غونډه


د پاکستان خارجه چارو دفتر وایي، په افغانستان کې د امن او ثبات په اړه د روس، پاکستان او چین درې -اړخیز غونډه، راتلونکې میاشت په روس کې کېدونکې ده.

په بهرنیو چارو دفتر کې اونیزې خبري غونډې ته د دغه دفتر ویاند نفیس زکریا د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، په دسمبر کې کېدونکې درې - اړخیزه غونډې په باب وویل، غونډه به د افغانستان پر اوسنیو حالاتو او هلته موجودو وسله والې ډلو په شالید کې ترسره کېږي.

،،موږ هغو ټولو ګاونو ته په لوړ کچ ارزښت ورکوو، چې د افغانستان او سیمې د امن او ثبات په موخه وي. داسې هلې ځلې د نورو ملکونو ترمینځ هم کېږي چې پکې یو ته تاسو اشاره وکړه. د روس - چین او پاکستان درې - اړخیزه ډلې یوه غونډه شوې ده. د دې بله غونډه به راروانه میاشت کېږي. په افغانستان کې امنیتي حالاتو او هلته د غېر ریاستي عناصرو شتون اندېښنې راولاړې کړي دي.،،

د نفیس زکریا په وینا چې ترهګري یوه نړیواله ننګونه جوړه شوې ده.

واضحه دې وي د افغانستان حکومت او طالبانو ترمېنځه خبرو اترو لپاره د پاکستان، افغانستان، امریکا او چین څلور –اړخیزه ډله هم شته خو په ډورن برید کې د طالبانو مشر ملا اختر منصور تر وژنې ورستیو د دغه ډلې غونډې ځنډڼۍ شوي دي.

د بهرنیو چارو دفتر ویاند په وینا په هند کې کېدونکې د اسیا زړه کانفرنس غونډه کې به د خارجه چارو سلاکار سرتاج عزیز ګډون کوي ځکه چې د افغانستان امن پاکستان لپاره مهم دی.

ده وویل چېافغانستان امن او ثبات د پاکستان او سیمې امن او ثبات سره تړل شوی.

XS
SM
MD
LG