د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې ۹۷ وسله وال وژل شوي


د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د افغان ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ۹۷ وسلوال مخالفین وژل شوي او ۷۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د جمعې په سهار په یوې خبرپاڼې کې وویل چې دا عملیات په ننګرهار، پکتیکا، میدان وردګ، خوست، غزني، کندهار، ارزګان، بادغیس، غور، هرات، کندز او هلمند ولایتونو کې شوي دي.

دفاع وزارت وايي چې په وژل شویو کې د طالبانو یو قوماندان هم شامل دی او همدارنګه زیاتوي چې له وسله والو یې یوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

د حکومت مخالفو وسله والو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG