د لاسرسي ځای

تازه خبر

داعش تر ۳۰۰ زیات عراقي پخواني افسران وژلي دي


د بشري حقونو د څار اداره وايي، اسلامي دولت يا داعش وسله والو د عراق د پولیسو څه باندې ۳۰۰پخواني افسران وژلي او موصل ښار ته نږدې يې په یوه ډله ییز قبر کې ښخ کړي دي.

هیومن رایټس واچ په یوه خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه وايي، دا ډله ییز قبر د شنبې په ورځ د موصل په ۳۰کیلوميټرۍ کې حمام العلیل کلي ته نږدې موندل شوی دی.

خبرپاڼه د دې ادارې د منځني ختیځ د څانګې د مرستیال مشر جو سټورک Joe Stork له قوله لیکي چې وايي دا په موصل کې د داعش ډلې د جنایاتو یوه بله ویروونکې نښه ده.

هیومن رایټس واچ همداراز د حمام العلیل د سیمه يیزو چارواکو په حواله خبر ورکوي چې داعش وسله والو د نومبر پر اوومه نېټه د موصل پر لور د شاتګ پرمهال نږدې ۲۰۰۰ ولسي خلک له ځان سره بېولي دي. د عراق پوځ، کرد پیشمرګه جنګیالیو او ايتلافي ځواکونو په موصل ښار کې چې د داعش وروستی سنګر بلل کیږي د دې ډلې پرضد عملیات پیل کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG